د چین دویمه جوپه روغتیایي مرستې را ورسېدې
خبریال وېب پاڼه/له ګاونډي او دوست هېواد چین څخه د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د روغتیايي توکو دویمه جوپه کابل ته را ورسېده.
نن پنجشنبې د روانې اپریل میاشتې ۲۳ مه نېټه کابل ته له چین څخه د دویمې جوپې مرستو له را رسېدو سره چې د تسلیمۍ لپاره یې د عامې روغتیا وزیر او یو شمېر نور دولتي چارواکي هم ورغلي وو، د عامې رغتیا وزیر وویل چې چین د روغیایي توکو ۷،۲ ټنه تازه مرستې را ورسېدې.
په دغه غونډه کې ښاغلي فېروزالدین فېروز وویل چې د چین په دویم ځل بې غرضه مرستې ورسره وکړې چې په وینا یې د کویډاـ۱۹ ناروغۍ د قابو کولو لپاره ډېرې اغېزمنې دي او زیاته یې کړه چې هیله مو ده چین له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې جاريي.
د عامې روعتیا وزیر په دغې رسنیزه غونډه کې وویل چې په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ نورې تازه پېښې ثبت شوې دي چې مجموعي شمېر یې ۱۲۲۶ ته لوړ شو. په دې ډله کې په تېره شپه او ورځ کې لس نور کسان هم بېرته روغ شوي دي چې د ټولو رغېدلو کسانو شمېر هم ۱۷۷ ته پورته شو. کرونا په ټول هېواد کې تر دې مهاله ۴۰ کسان مړه شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن ولسمشر غني هم د کرونا سره د مبارزې لپاره له نړیوالو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپلو وروستتیو څرګندونو کې ویلي چې حکومت له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو څخه په افغانستان کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته غوښتې ده.
ولسمشر غني د یو ویډیویي کانفرانس په لړ کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د دغې وژونکې ناروغۍ لپاره له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرسته وکړي. ښاغلي غني همداراز ټینګار کړی چې حکومت یې له کرونا سره د مبارزې لپاره اغېزمنه او کارنده تګلاره جوړه کړې ده چې د عملي کولو لپاره یې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.
چین تر دې د مخه هم له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې د روغتیایي توکو یوه ډکه الوتکه مرستې شریکې کړې وې. په دغه مرسته کې چې د همدې اپریل میاشتې په دویمه نېټه را رسېدلې وې، چین له افغانستان سره د کرونا د تشخیص آلې، ماسکونه او ځینې نور روغتیایي توکي شامل وو.
تېره اونۍ په چین کې د افغانستان سفیر احمد جاوید قایم رسنیو ته ویلي وو چې تمه ده له چین څخه روغتیایي پرسونل هم افغانستان ته را وبولي خو د عامې روغتیا وزارت په دې هکله څه ویلي نه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.