د کتاب نړیواله ورځ او د نه مطالعې فرهنګ
خبریال وېب پاڼه/د اپریل ۲۳ مه نېټه د کتاب نړیواله ورځ ده، په دغې ورځ نړیوال د کتاب په هکله خپل غوره خاطرات او د کتاب په هکله د ارزښتونو ټولګې له خلکو سره شریکوي.
د کتاب د نړیوالې نمانځنې دود په لومړي ځل په ۱۹۹۵ ز کال کې د یونیسکو لخوا پلی شو. دوی د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اپریل ۲۳ مه نېټه د کتاب نړیواله ورځ و نوموله، چې له هغې را وروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کتاب ورځ د محفلونو او غونډو جوړولو له لارې په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې نمانځل کېږي.
په افغانستان کې هم د کتاب ورځ نمانځل کېږي خو تر دېره په ټولنیزو رسنیو پورې محدوده وي. یو شمېر د قلم خاوندان او لیکوالان په دغه ورځ د خپلو نویو اثرونو او ژباړو خوش خبرۍ تر نور رسوي.
مطالعه له کتاب سره نېغ په نېغه اړیکه لري، لکه څنګه چې شا او خېټه سره لازم او ملزوم دي، دغسې مطالعه هم له کتاب سره تړلې موضوع ده. کتاب هغه لوی او نه ختمېدونکی سمندر دی چې څومره په کې وړاندې ځې، د پوهې، تفکر او شخصیت جوړدنې دریځ مو ځواکمنوي. یو عالم وایي: ((هر انسان باید کتاب یا کتابونه ولري، که یې نه لري، له داسې چا سره دې د ملګرتیا تار وغځوي چې کتابونه لري)).
دا مه هېروئ چې د کتاب او مطالعې لپاره هېڅکله ناوخته نه ده. له همدې اوسه یې پیل کړئ، توپیر نه کوي چې ناروغ یئ، د عمر پاڼۍ مو په اختمام ده او یا هم داسې یو حالت کې یئ چې له خپګان نه کړېږئ، کتاب را واخلئ او خپل غم او درد ورباندې ورک کړئ. کتاب ښه ملګری دی، تاسو ته هیله، خندا، سکون، انګېزه، نوی لیدلوری او ډېر داسې نور څه درکولی شي چې ستاسې حالت بدلوي.
په افغانستان کې لکه څنګه چې هر څه په لومړنیو پړاوونو کې دي، دغسې د مطالعې لپاره هم تر دې مهاله د پام وړ کار نه دی شوی، ښایي ډېر به فکر کوي چې روانو جګړو زموږ زده کړه ییز چاپېریال اغېزمن کړی دی، دا هم تر ډېره سمه ده خو زموږ پر وړاندې ډېر داسې نور مسایل هم شته چې په ځینو کې یې خپله ټګي کوو او په ځینو کې یې د طبیعت سزا هم ګالو.
ډېرو ته چې د مطالعې یادونه وکړې، بده پرې لګي او د لارښوونې خبرې نه خوښوي، دوی فکراً ځپل شوي دي او له وړکتوبه دوی ته د مطالعې په هکله انګېزه ورکړل شوې نه ده. په لویدیځو هېوادونو کې له ماشومتوب نه تر ځوانۍ پورې د هرې ګټګورۍ لپاره د عمر په لحاظ کتابونه چاپېږي او وګړی کولی شي، له خپل عمر سره سم کتابونه را ونیسي او خپله فکري وده پرې ځواکمنه کړي.
دلته د مطالعې لپاره ټولنیزو رسنیو هم ځینې ستونزې را ټوکولې دي. که څه هم هر څه د ګټې اخیستنې دوه اړخونه لري چې مثبت او منفي هغه دي، خو په افغاستان کې چون فکرونه ځپل شوي او ډېری وګړي د محرومیت احساس کوي، نو په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت چارې یې هم تر ډېره په عقده یي دریځ را څرخي. یوه لویه برخه ځوانان او نجونې د بد فرهنګ او افراطیت په لومو کې راګیر دي او له مطالعې سره یې اړیکه په ډېر نري تار بنده ده.
ډېری وګړي کتابونه یوازې په وړیا توګه خوښوي او پیسې نه پرې ورکوي. په کابل ښار کې د یو شمېر کتاب پلورنځیو مالکان د کتاب نه ویلو له فرهنګ ګیله کوي. دوی وایي که څه هم تل یې هڅه کړې ده له نورو ژبو اغېزمن کتابونه پښتو ته را وژباړي خو د کتاب لوستونکي بیخي کم دي او دې چارې دوی هم ناهیلي کړي دي.
د امریکا پخوانۍ ولسمشر ابراهام لېکن به ویل:
(هر څه چې غواړم، زده یې کړم، کتاب یې راکوي. نوموړي به همداراز ویل؛ هر هغه څوک چې ما ته کتاب ډالۍ کړي، زما غوره ملګری دی)
نو که غواړئ بدل شئ او د ځان په ګډون نورو ته د چوپړ جوګه وګرځئ، ځانونه د مطالعې د دریځ لارویان کړئ. ډېر داسې څه به به ترلاسه کړئ چې تر اوسه یې تاسې د شتون سخته تنده زغمئ. یوازې مطالعې ته د کار په سترګه کتل دي او په ځان کې د کار لپاره د ارادې او انګېزې را ژوندي کول په کار دي.
لیکنه: مطیع الله همدرد
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.