The news is by your side.

پنتاګون له افغانستان نه خپل زر قراردادیان وباسي

خبریال وېب پاڼه/پنتاګون په خپل تازه بیان کې له افغانستان څخه د خپلو زرو قراردادیانو د ویستلو خبر ورکوي.

پنتاګون یا د امریکا د د دفاع وزارت یوه جګپوړې چارواکې اېلن لارډ وایي چې د کرونا له امله به له افغانستان څخه خپل زر قراردادیان وباسي. نوموړې وایي چې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه کم دي او دوی نه شي کولی د خپلو خلکو لپاره خطر ومني.

له افغانستان څخه د دغو امریکایي نظامي او ملکي قراردادیانو د ویستلو خبره داسې مهال کېږي، چې امریکا خپله د کرونا له یو بحراني حالت سره مخ دی. په دغه هېواد کې کرونا تر ۴۷ نیم زرو زیات کسان وژلي دي او تر ۸۰۰ زرو زیات وګړي یې پرې اخته دي.

په دغه هېواد کې د کرونا له امله د غم او آرامۍ فضا خپره ده. اقتصاد یې په کم سارې توګه زیانمن شو او تر ۲۱ ملیونه زیات وګړي یې وزګار شول. په دوی کې یوې لویې برخې له حکومت څخه د قرضې اخیستلو لپاره هم خپل عریضه لیکونه اړوندو ادارو ته سپارلي وو.

تېره میاشت د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې که په راتلونکو میاشتو کې کرونا مهاره نه شي، ښایي تر ۲۴۰ زرو پورې امریکایان ووژني.

په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله شاوخوا ۲ ملیونه او ۶ لکه او ۳۷ زره کسان زیانمن شوي دي. نړیواله قربانی تر ۱۸۴ زرو لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې د دغې وبا پر وړاندې د واکسینو جوړېدو هیلې هم په زیاتېدو دي او تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د بریتانیا او امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا واکسین و آزمایل شي او یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

اېلن لارډ وروسته له هغه له افغانستان نه د خپلو اتباعو د ویستلو خبره را برسېرنه کوي چې په افغانستان کې د کرونا څه کم ۱۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې ۴ بهرنیان هم شامل دي. له دغې وبا څخه په کور د ننه د ۴۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده او تر ۱۶۶ پورې کسان بېرته ترې جوړ شوي هم دي.

د امریکا دغه چارواکې وایي چې په افغانستان کې یې د ټولو پوځیانو د روغتیا لپاره هم ټول اړین تدابیر نیولي دي او تمه لري چې په هغوی کې به کرونا وبا خپره نه شي. آغلې اېلن دا نه ده څرګنده کړې چې په دغو زرو قراردادیانو او یا د دوی په افغانستان مېشته پوځیانو کې د کرونا څومره مثبتې پېښې ثبت شوې دي نو زیاتوي چې د قراردایانو د ویستلو لپاره یې ټول لازم تدبرونه نیولي دي.

تر دې د مخه له افغانستان نه په کرونا دری اخته کسان ویستل شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.