The news is by your side.

ای ایس ای د کوټې ‌شورا طالب مشران هلمند ته لېږلي

خبریال ویب پاڼه – د قطر د مذاکراتي ټیم غړی ملا فاضل ؛ د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي ‌صیب مطیع الله ؛ د نیم افغانستان لپاره د طالبانو د نظامي شورا مشر ملا ذاکر له یوې ډلي ‌نورو قوماندانانو سره د افغانستان هلمند ولایت ته د پاکستاني استخباراتو (ای ایس آی ) له لوري ‌لیږل شوي‌ دي .

د طالبانو د کوټي ‌شورا یوه غړي ‌خبریال ویب پاڼې ته وویل چې دې ډلې ته د پاکستان استخباراتو ویلي ‌دي چې دطالبانو ایران پلوي مشران صدر ابراهیم او ملا ګل اغا پخلا کړي ‌او پآکستان ته یې راولي‌.

صدر ابراهیم او ملا ګل اغا د طالبانو په مشرتابه کې د خورا زیات اثر رسوخ لرونکي ‌مشران دي‌ چې له ۲۰۱۵ کال راهیسته دایران سره اړیکي ‌لري ‌او له پآکستان نه ځانونه ګوښه ګوښه کوي‌.

د دوی دواړو تر ټولو پیاوړی قوماندان ملا منان اخوند وو چې په هلمند کې د پاکستاني ‌استخباراتو د معلوماتو په مټ د امریکا د پوځ له لوري ‌ووژل شو .

خبریال ویب پاڼې ته د هلمند نه یوه طالب قوماندان وویل چې یوه اونۍ کېږي چې د قطر د مذاکراتي ټیم غړی ملا فاضل ؛ د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي مطیع الله ؛‌ ملا ذاکر او ځیني ‌نور طالب مشران د دیشو له لاري‌ هلمند ته راغلي‌ او د ملا ګل اغا او صدر ابراهیم سره یې لیدلي‌ دي‌ .‌

د خبریال ویب پاڼې د سرچینو په خبره صدر ابراهیم او ملا ګل اغا د رواني ‌اپریل میاشتي‌ پر ۱۳ نېټه له ایران نه د نیمروز له لاري‌ هلمند ته راغلي دي‌.‌

دغه دواړه مشران چې د طالبانو په لیکو کې پراخ نفوس لري ‌او د جنګي طالبانو لویه برخه ددوی تر لاس لاندي‌ ده ؛ د اقتصادي ‌پلوه د طالبانو د ملا تیر بلل کېږي . ګمرکات ددوی په ولکه کې دي‌ او ورسره هم مهاله له ایران سره نېژدې اړیکي لري .‌

د پآکستان استخباراتو (ای ایس ای) بیا بیا هڅه کړې چې دغه دواړه مشران تر پاکستان نه ورسوي‌؛ خو دوی بیا بیا انکار کړی دی .

ملا ګل اغا او صدر ابراهیم داسي ‌انګېري چې د کوټي‌ په اسحاق اباد کې د روان کال جنوري ‌میاشتي‌ په چاودنه کې چې (مدرسه دارالعلوم الشرعیه) وشوه د ملا ګل اغا ورور ووژل شو او پاکستان غوښتل چې په دې ډول ګل اغا پاکستان ته ورولي‌ ؛ خو دا دواړه مشران د فاتحې لپاره پاکستان ته نه لاړو بل که ډیورنډ کرښي ته څېرمه یې فاتحه واخیسته .

په هغه چاودنه کې د شیخ صیب عبدالحکیم ورور او ۶ نور طالب قوماندانان هم وژل شوي‌ وو؛‌البته په چاودنه کې د پاکستان د پولیسو یو مشر او ځیني ‌نور مقتدیانو هم ژوند له لاسه ورکړی وو.‌

د کوټې تر چاودنه وروسته پاکستاني استخباراتو ( ای ایس ای) د فاتحې په پلمه  ملااحمدالله حقیر اوحاجی لالا (رحمت الله )‌ ګل اغا او صدر ابراهیم ته ورواستول ؛ خو دادواړه مشرانو دپاکستان غوښتنه رد کړه .

پاکستان هڅه کوي‌ چې ملا ګل اغا او صدر ابراهیم ته ضمانت ورکړي او دا ځل یې هم په اسلام اباد کې د ژوند کولو ژمنه ور استولې ده ؛ خو تر دم ګړیه دغه دواړه طالب قوماندانان په پآکستان اعتبار نه کوي‌.

د کوټي ‌شورا غړو ته ځیني ‌داسي‌اندېښنې هم ورولاړي‌ شوې دي ‌چې که چېرته دغه دواړه طالب قوماندانان او د کوټې شورا غړي‌ د پاکستاني استخباراتو خبره ونه مني ښايي دوی هم د ملا منان او ملا دادالله اخوند په څېر په امریکا یانو ووژني .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance