هند کې افغان زدکړیالان وايي ودي ژغورل شي
خبریال ډاټ کام: هند کې په سلګونو تنه افغان محصلین ګیر پاتي دي.
هغوي د کرونا وایرس له ویري په خپلو شپيغالو کې دي او وایي چې مرکزي حکومت باید ورسره ژر تر ژره مرسته وکړي.
یادو زدکړیالانو د یوه ویډیويي پیغام په استولو سره په یاد هېواد کې د قرنطین وضعیت د دوام په صورت کې د خپل ژوند وضعیت په اړه اندېښنه لري.
دغه زدهکړیالان د افغان دولت پر بېغورۍ نیوکه کوي او خبرداری ورکوي، که په هند کې د کورنټین دوره همداسې دوام وکړي، دوی به پر رواني ناروغیو اخته شي.
فایز او لطفالله چې په هند کې پر زدهکړو بوخت دي وايي، افغان حکومت تر اوسه له هند نه د دوی د لېږدولو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
د دوی په وینا، هند د مې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې کورنټین شوی او ترڅنګ یې پر دوی د کورونو کرایې او د برښنا لګښتونه هم ډېر کړي؛ نو نه شي کولای نور له زدهکړو پرته هلته ژوند وکړي.
د نوموړي پر وینا یوازي په ډهلي کې نه بلکې د هند په بیلا بیلو ایالتونو کې افغان محصلین په زدکړو بوخت ول چې اوس له یوه سره پوهنتونونه رخصت دي او دوي له بي برخلیک او خطرناک حالت سره لاس او ګریوان دي.
خو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې د افغان زدهکړیالانو ستونزو ته به حللارې ولټوي او ژرترژره به یې حل کړي.
هند کې ګیر پاتي محصلین وايي چې میاشتنۍ تنخواه هم ورته له دوو میاشتو راهیسي نه ده رسیدلي او دوي د خوراکي توکو او نورواړینو وسایلو له شدید کمښت سره مخامخ دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتل شوي چې له هېواده بهر د افغان زدهکړیالانو وضعیت په دوامداره توګه وارزوي او له لوړو زدهکړو وزارت سره په همغږۍ د زدهکړیالانو د ستونزو د حل لپاره لاس پهکار شي.
د لوړو زدهکړو وزارت همدارنګه ویلي، یوازې هغه زدهکړیالان افغانستان ته را اړول کېږي چې کوربه هېوادونه یې په رسمي ډول له ډیپلوماټیکو لارو غوښتنه وکړي.
میرویس جلالزی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.