د تېلو بیو ټیټېدلو دافغانستان دښمن هېوادونه وځپل!
خبریال وېب پاڼه/ د تېلو نړیوال ناورین او په افغانستان یې اغېز
تېل د نړۍ د انرژۍ یو له اړینو سرچینو څخه شمېرل کېږي، چې تل یې د هېوادونو په سیاست او اقتصاد کې اړین رول لوبولی دی، په تېرو سلو کلونو کې د هېوادونو تر منځ د جګړو اصلي لامل تېل بلل کېږي، ځکه ډېری هېوادونو کوښښ کړی، تر څو د تېلو لرونکې ساحي تر خپلي ولکي لاندې راولي.
د شلمې پېړۍ له پیل سره سم، تېل د نړۍ د هېوادونو د ځواکمنتیا عنصر بلل کیږي، چې ټولې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي کړنې یې تر خپل اغېز لاندې راوستلي دي.
په تېرو لسیزو کې د تېلو نرخونه یو شان نه دي پاتې شوي، تل ښکته او پورته تللي دي، د هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا او د تېلو د نرخونو تر منځ ځواکمنې اړېکي شتون لري، د تېلو په بیو کې بدلون په عرضه او تقاضا پورې تړاو لري او د صنعتي هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو کړنو یې مثبت او منفي رول لوبولی دی، هغه صنعتي هېوادونه چې زیات تېلو ته اړتیا لري، د تېلو د بیو لوړېدل د دوی په اقتصادي او تولیدي کړنو مستقیم اغېز کوي، چې کېدای شي په پایله کې یې صنعت تر اغېز لاندې راشي، د دوی د تولیدي توکو په بیو کې زیاتوالی راځي چې ورسره تقاضا کمیږي.
تېل په پانګونه او لګښتونو او په همدې توګه د تېلو د بیو لوړېدل او ښکته کېدل، په نړیواله کچه د راکړې ورکړې په بازارونو او د پیسو په پړسوب مستقیم اغېز لري.
تېل د اقتصادي پياوړتیا یو له اړینو شاخصونو څخه شمېرل کېږي، هغه هېوادونه چې اقتصادي وده یې د تېلو په تولید پورې تړاو لري، د تېلو د بیو په لوړېدو او ښکته کېدو سره یې اقتصادي ځواکمنتیا متأثره کیږي، د تېلو د بیو په لوړېدو سره تولیدوونکي هېوادونه ډېره ګټه تر لاسه کوي، چې په اقتصادي وده یې مثبت اغېز کوي، او د تېلو د بیو ټیټېدل بیا د تقاضا کوونکو هېوادونو په اقتصادي ودې او صنعتي پیاوړتیا مثبت اغېز کوي.
که مونږ د ۱۹۸۶م کال را په دې خوا د تېلو بیې وڅېړو، له ورایه څرګندیږي چې د تېلو د بیو په لوړېدو سره د ډېری صنعتي هېوادونو په تقاضا کې کموالی راغلی او د دوی په اقتصادي ودې او کلني ناخالص تولید یې منفي اغېز کړی دی، په داسې حال کې چې د تېلو د بیو ښکته کېدل د صنعتي هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوي دي.
اقتصادي پياوړتیا او د تېلو بيې یو له بل سره نږدي اړېکي لري.
١. اقتصادي پیاوړتیا او د تېلو په بیو یې اغېزه:
نړیوال اقتصاد د تېلو په بیو مستقیم اغېز لري، که چېرته د ۱۹۹۸ کلونو ته ځیر شو چې اقتصادي وده په کې کمه وه، نو د تېلو په تقاضا یې هم منفي اغېزه وکړه، چې یو بېلر تېل ۲۰ امریکایې ډالرو ته را ښکته شول، خو کله چې په ۲۰۰۵ کلونو کې نړیوال اقتصاد مخ په ښه کېدو شولو، نو د یوه بېلر تېلو بیه له ۳۵ څخه تر ۹۵ ډالرو ورسېده.
٢: د تېلو بیې او په اقتصادي پیاوړتیا یې اغېزه:
څرنګه چې کلنی ناخالص تولید او اقتصادي وده سره تړاو لري په همدې توګه د صنعتي فابریکو له لوري د زیاتې انرژۍ لګښت د زیات تولید لامل کیږي، چې په کلني ناخالص تولید او اقتصادي وده کې مثبت رول لوبوي، چې دا لګښت د تېلو او اقتصادي ودې ترمنځ اړیکې رامنځ ته کوي، او د تېلو د بیو په زیاتېدو سره انرژۍ ته تقاضا کمیږي، او ورسره تولیدي او صنعتي کړنې هم کمېږي، چې د اقتصادي ودې مخنیوی کوي.
د تېلو تولیدونکو هېوادونو لپاره د تېلو د بیو لوړېدل، د هغوی د اقتصادي ودې لپاره ګټور دي، خو واردوونکو هېوادونو ته د تېلو د بیو لوړوالی د هغوی د اقتصادي ودې د کمزورتیا لامل کیږي.
دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم په ټوله نړۍ کې اقتصادي کړنې په ټپه ولاړي دي او ورسره د تېلو سوداګري هم ډېره اغېزمنه شوې ده، ځکه د نړۍ لویې صنعتي فابریکې په همدې انرژۍ چلېدلې، چې اوس یې فعالیتونه په ټپه ولاړي دي.
د نړۍ په کچه د تېلو ستر تولیدوونکي هېوادونه لکه امریکا متحده ایالات، روسیه، سعودي عربستان او ایران، چې تل یې د تېلو د انحصار دعوا کوله، او د نړۍ په اقتصادي پیاوړتیا او کمزورتیا یې مستقیم رول لرلو، نن ورځ یې د تېلو تولیدات زیات خو په نړۍ کې ورته اړتیا کمه شوې او د دوی په اقتصادي وده یې منفي اغېزه کړې ده.
په ۲۰۱۸ز کال کې د نړۍ د تېلو د صادراتو کچه ۵.۹ سلنه یا ۱.۱۳۳ تریلیون ډالرو ته رسېده.
د کرونا ویروس د خپرېدا سره په نړیواله کچه د تېلو صنعت په لاندې دریو برخو کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی.
١. په پورتنۍ کچه:
په دې برخه کې د تېلو هغه لویې کمپنۍ او شرکتونه چې د تېلو د څاه ګانو د کېندلو او را ایستلو په برخه کې یې کړنې ترسره کولې، د تېلو د اړتیا د کمښت او د ذخیرو د ډکېدو له امله د زیاتو ستونزو سره مخ دي، دوی له تخنیکي اړخه هم نه شي کولای تر څو د تیلو را ویستل ودروي.
٢. په منځنۍ کچه:
په دي برخه کې هغه کمپنۍ او شرکتونه چې خام تېل یې پروسس او لویو ذخیرو ته لېږدول او په لوجسټیکي چارو لګیا وو، له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.
٣. په ښکتنۍ کچه:
په دې برخه کې ډېری شرکتونه د تېلو د لویو کمپنیو لپاره د بازار موندني او خرڅلاو په چارو لګیا وو، کارونه یې په ټپه ولاړ دي، ځکه چې په اوس وخت کې په نړیواله کچه تېلو ته تقاضا کمه شوې ده.
د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم، له یوه لوري د نړۍ د ټولو هېوادونو صنعتي او تولیدي کړنې په ټپه ولاړې دي او له بل لوري د تېلو تولید روان دی، خو اړتیا ورته کمه ده، چې په پایله کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د یو بېلر تیلو بیه منفي صفر ته ښکته شوه، په دې معنې چې له یو بېرل تېلو سره اخیستونکي ته یوه اندزه پیسې هم د تېلو د کمپنۍ له لوري ورکول کیږي، تر څو د تېلو تولید په ټپه ونه درېږي.
دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو زیات د تېلو د بیو ټیټوالی دی، چې د تېلو په تولید ولاړ هېوادونو په اقتصادي وده ډېره منفي اغېزه کوي، د تېلو له تولید څخه په کلني ډول سعودي عربستان ۱۸۲، روسیه ۱۲۹، عراق ۹۱، عرب متحده امارات ۵۸، ایران ۵۰، د امریکا متحده ایالات ۴۸ میلیارد ډالر، او یو شمېر نور هېوادونه په میلیاردونو ډالرترلاسه کوي او د دوی اکثره هېوادونو اقتصادي وده د تېلو په تولید پورې تړاو لري، نو د تېلو د بیو په کمېدو سره به د دوی په اقتصادي وده ډېره منفي اغېزه وکړي.
د تېلو د بیو د ټيټېدو څخه به هندوستان، چین، جرمني او یو شمېر نور هېوادونه پوره ګټه پورته کړي، هغه دا چې نوموړي هېوادونه د تېلو لوی لوی ستراتېژېک ذخایر لري او دوی اوس کوښښ کوي ترڅو په لویه کچه، د تېلو له نړیوالو بازارونو څخه په ارزانه بیه تېل وپیري او خپل ستراتيژیک ذخایر ورباندي ډک کړي.
دا چې پورته ذکر شوي د تېلو تولیدوونکي هېوادونه د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین کې ښکېل دي او د تېلو څخه ترلاسه شوي عواید یې د دې هېواد په ویجاړتیا او کورنیو جګړو په تمویل کې کارولي دي، د افغانستان دولت به د مؤثره پالیسیو په جوړولو او پلي کولو سره وکولای شي، تر څو د تېلو او کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي ناورین څخه د ګران هېواد افغانستان لپاره پوره ګټه پورته کړي.
د تېلو اوسنی ناورین به افغانستان ته په لانېي توګه ګټور تمام شي:
دا چې افغانستان په وارداتو ولاړ هېواد دی او د ایران د تېلو ډېری صادرات افغانستان ته دي، چې د تېلو له عوایدو څخه یې د افغانستان په ویجاړۍ او کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې ده او کوي یې، نو دولت ته په کار دي چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګریزي اړیکې ټینګې کړي، تر څو د ایران څخه په تېره بیا د تېلو واردات بند شي، ځکه په سېمه کې د ایران پالیسي دا ده، هغه ګاونډي هېوادونه چې ایراني تولیداتو ته اړ دي او له نوموړو هېوادونو ایران د خپلو تولیداتو د خرڅلاوو څخه زیاته ګټه تر لاسه کوي، یوه اندازه عواید یې د همغه ګاونډي هېواد په بي ثباتۍ لګوي، تر څو د دوی داخلي تولیداتو ته په اسانۍ بازار موندنه شوي وي، نو په همدې اساس هر څومره چې د ایران اقتصادي حالت خرابیږي، په همغه اندازه د ایران استخباراتي او ویجاړوونکې کړنې کمزوري او د هېواد د ثبات لامل کیږې.
څرنګه چې د افغانستان دولت په تېره بیا د امنیتې ځواکونو سره نړیوالې مرستې مخ په کمېدو دي او په سلګونو میلیون ډالر د دولت له لوري د امنیتي ځواکونو لپاره په تېلو را نیولو لګول کیږي، نو د دولت لپاره په کار ده تر څو په هر ولایت کې د تېلو لپاره ستراتیژیک ذخایر جوړ او د موقع نه په ګټه اخېستنې حد اقل د دوه یا دریو کلونو لپاره د امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ تېل ذخیره کړي، تر څو په لګښتونو کې سپما رامنځ ته شي.
لکه څنګه چې د کرونا ویروس مخ په خپرېدو دی او په هېواد کې د خوراکي توکو قیمتونه هم مخ په لوړېدو دي، دولت ته په کار ده چې د خوراکي توکو د کنترول لپاره ګټورې پالیسۍ جوړې کړي، تر څو وکولای شي د تېلو د بیو په کمېدو سره د خوراکي توکو د لېږد په لګښت کې هم د پام وړ کموالی راشي، چې په پایله کې به هېوادوال له اقتصادي ستونزو سره نه مخ کېږي.
څرنګه چې ټولو ته جوته ده، زیاتره عربي هېوادونه، د پاکستان په مرسته په افغانستان کې جنګي ډلګۍ تمویلوي، تر څو په هېواد کې بي ثباتی او کورنۍ جګړي دوام وکړي، نو د خلیج هېوادونو اقتصادي کمزورتیا به د دې لامل شي تر څو له پاکستان سره د دوی مرستې کمې شي، چې د پاکستان د اقتصادي کمزورتیا او د تروریزم د تمویل د سرچینو د نه شتون په پایله کې به، په ګران هېواد کې د جګړې کموالی او ثبات رامنځ ته شي.
د افغانستان دولت ته په کار ده چې د تېلو او کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي اقتصادي ناورین څخه په ګټه اخېستنې، د ګاونډیو او سیمه اییزو هېوادونو سره اړیکې د ملي ګټو په اساس ټینګې او د دولت د سیاسي او نظامي مخالفینو په ځپلو کې پوره ګټه پورته کړي.
کرونا ویروس او د تېلو بیو کموالي د نړۍ اقتصاد ته زیات زیان ورسولو، او زیاتره هېوادونه په خپلو اقتصادي پالیسیو له سره غور او کتنه کوي، نو د افغانستان دولت ته په کار ده تر څو د هېواد د اقتصادي ودې د ښه کولو په موخه، لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله اقتصادي پلانونه جوړ او په پلي کول یې پیل وکړي.
دا چې د کرونا ویروس او د تېلو بیو ټېټوالی د نړۍ په کچه د لوی اقتصادي ناورین لامل شو، چې ورسره په ډېری هېوادونو کې تروریستي پېښې هم مخ په کمېدو دي، یوازینی لامل یې د نړۍ په کچه په وروسته پاتې هېوادونو کې د تروریستي ګروپونو د تمویل د سرچېنو کموالی، او د تمویلوونکو هېوادونو د اقتصادي کمزورتیا لامل دی، په هره کچه چې د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین او کورنیو جګړو کې ښکېل هېوادونه له اقتصادي اړخه کمزوري کیږي، په همغه کچه په هېواد کې ثبات او اقتصادي وده رامنځ ته کیږي.
د افغانستان دولت ته په کار ده چې د ناورین څخه وروسته، د اقتصادي ځواکمنتیا موډل په کارونې، د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برنامو او پالیسیو له سره کتنه وکړي.
ځکه د ښو پالیسیو په جوړولو او پلي کولو سره له ناورینونو څخه زیاته ګټه پورته کېدای شي، تر څو د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لامل شي.
نویدالرحمن شهباز
پنجاب پوهنتون، چندیګهر، هندوستان
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.