The news is by your side.

افغانستان د خوړو بحران له پلوه دریم مقام لري

خبریال وېب پاڼه/په ملګرو ملتونو کې له ماشومانو څخه د ملاتړ اداره یونیسف وایي چې افغانستان د خوړو له بجراني اړخه په دریم کتار کې ځای لري.

د خوړو د بحران په هکله د یونېسف تازه راپور کې راغلي چې افغانستان د خوړو بحران په دریم مقام کې ځای لري او له همدې امله زرګونه ماشومان د خوار ځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دغې سازمان د موندنو له مخې په افغانستان کې شاوخوا آووه سوه زره افغان ماشومان له جدي خوار ځواکۍ سره مخ دي چې بېړنۍ روغتیا ته اړتیا لري که نه په وینا یې دلته به دغه ستونزه نوره هم زیاته او جدي شي.

افغانستان چې روانو جګړو او طبیعي آفتونو په کې هر اړخیز اغېز شیندلی دی، د ماشومانو له لومړنیو اړتیاوو را نیولې بیا تر نور لویو او بنسټیزو اړتیاوو پورې، ډېر څه له جدي ګواښ سره مخ دي. که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې له نړیوالو څخه په ملیاردونو مرستې راغلې تر څو په بنسټیزو چارو او سالمه حکومتولۍ کې ولګول شي، خو د دولت په چوکاټ کې د فساد شتون او د سیاسیونو تلپاتې اختلافونو حتی ډېر لوی کارونه له جدي خطر سره مخ کړي دي.

د شنونکو په وینا په تېر ملي یووالي حکومت کې چې په ولسمشر غني او پخوانی اجرایه رییس یې شریکان وو، په هېواد کې شته ستونزې څو برابره زیاتې شوې. تر هغې وړاندې د پخواني ولسمشر کرزي په دوره کې هم په ملیاردونو ډالره مرستې له خاورو سره خاورې شوې.

په ملګرو ملتونه کې له ماشومانو څخه د ملاتړ دفتر یونېسف وروسته له هغه په اففانستان کې د ماشومانو له نا ببرې راتلونکې خبر ورکوي، چې له جګړې سربېره د کرونا وبا هم د چټکې خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دغې وبا څخه ۴۴ کسان وژل شوي او ۱۶۶ بېرته ورڅخه جوړ شوي دي.

حکومت اوس مهال د څو ډوله بحرانونو په منځ کې را ایسار دی، چې مهم هغه یې په سیاسي اډانه کې له پخواني اجرایه رییس سره د واک پر سره را منځته شوې خلا، کرونا او د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتېدل دي.

یونېسف هم په خپل بیان کې وایي چې په افغانستان کې څه د پاسه ۷۰۰ زره خوارځواکه ماشومان باید د کرونا له خطر څخه په امان وساتل شي. د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د خوړو په دغه بحران کې یمن لومړی، کانګو دویم او افغانستان دریم مقام لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.