The news is by your side.

په یوه راکټي برید کې ۲ پاکستاني پوځیان هلاک شوي

خبریال وېب پاڼه/په شمالي وزیریستان کې د یو راکټي برید په ترڅ کې پینځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه هغه مهال را منځته شوه چې د پاکستاني پوځیانو موټریز کاروان په شمالي وزیریستان کې ګزمه کوله او د راکټ ګوزار پرې وشو. په دغه برید کې دوه پوځیان هلاک شوي او ۳ نور سخت ټپیان دي.

ځايي پوليس د پېښې پخلی کوي او وايي چې د پېښې وروسته علاقه امنيتي سرتيرو په خپله ولکه کې اخيستې، ګرځبنديز لګول شوی او د لټون عمليات روان دي.

امنیتي سرچينې وايي په بريد کې ټپیان شوي سرتيري ځایي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دری ورځې وړاندې هم ډیورنډ ته څېرمه په پاکستاني پوځیانو باندې برید شوی و او یو شمېر پوځیان په کې ټپیان او ځینې نور هلاک شوي وو.

د هغې پېښې په هکله چې پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه، په پېښور کې د خبریال ډاټ کام همکار اجمیر خان ویلي وو چې حکومت د یوه پاکستاني پوځي هلاکت او د دریو نورو ټپي کېدل تایدوي ؛ خو ځايي‌ اوسېدونکو دا شمېرې لوړي ښودلې وې. په دغه سیمه کې د پولیسو پر پوستو او موټریو کاروانونو باندې بریدونه داسې مهال زیاتېږي چې د فرضي کرښې دې غاړې ته د پاکستان پلوه ترهګرو ډلو لخوا پر امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی او په دې وروستیو کې یې د ملکیانو په ګډون یو شمېر سرتېري هم  شهیدان کړي دي.

یوه ځايي خبریال زموږ همکار ته ویلي چې تر دغه برید وروسته پاکستاني عسکرو د توپکو خولې د کورنو پر لور ورګرځولې او پرله پسې ډزي یې کړي دي.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ یو تمویلوونکی هېواد دی چې وخت ناوخت د نړیوالو له سخت فشار سره هم مخ کېږي. افغانستان او هند د پاکستان د څارګرې ادارې د شومو موخو او فعالیتونو له امله په وار وار ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

تر دې د مخه د اپریل په ۱۳ مه هم په یوه برید کې د پاکستان یو پوځي هلاک شوی ؤ.

پاکستاني پوځ د تازه پېښې په پخلي سره ویلي دي چې د دوی دوه پوځیان وژل شوي او دری نور ټپیان هم دي. په دغه برید کې یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې په سیمه کې یې د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک طالبانو وار له د دغه برید د ترسره کولو پخلی کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.