The news is by your side.

روس ولسمشر د تا، لبانو څخه د ملاتړ په هکله ډېر سپين دريځ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان وروستيو بدلونونو ته بېلابېل هېوادونه بېلابېل غبرګونونه ښيي، که څه هم ځينې غبرګونونه مثبت دي خو بيا هم دومره مثبت نه دي چې پايله یې د افغانستان د نوي حکومت په رسميت پېژندل شي، تازه روسيې د افغانستان د نوي حکومت په هکله مثبتې څرګندونې کړې دي خو ددې هېواد مشرانو ورسره بيا يادونه کړې ده چې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو ته لا وخت پاتې دی.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون وويل چې دوی مسکو ته د راغلو تا، لب استازو څخه ملاتړ کوي او له هغوي څخه دا هيله لري چې په افغانستان کې هرڅه مثبت لوري او توسعې ته روان کړي، پوتين پخپلو خبرو کې وويل چې دوی د افغانستان سره د شانګهای د سازمان په واسطه او همدارنګه د افغانستان د شمالي ګاونډيانو په واسطه په اړیکه کې دی او ددوی له لارې همکاري سره کوي.

پوتین د افغانستان د اوسني حالت سبب هغه کسان وګڼل چې په افغانستان کې یې کلونه جګړه وکړه، پوتین په ښکاره د کوم هېواد نوم وانخيست خو تر دې وړاندې ډېری لوړ پوړو روسي چارواکو په واضح ډول ويلي و چې په افغانستان کې د امريکا خونړۍ جګړې دا هېواد دې حالت ته ورساوه‌

ويلاديمير پوتين وړاندې پخپلو خبرو کې زياته کړه چې د افغانستان د نوي حکومت لپاره په اقتصادي او ټولنيزه برخه کې د بريا لپاره دا ډېره مهمه ده چې ددوی قيد شوې پيسې ازادې شي، په دې ډول روسیه هم د هغه هېوادونو په قطار کې راغله چې د امريکا څخه په پرلپسې ډول غواړي ترڅو د افغانستان قيد شوې پيسې ازادې کړي، امريکا د افغانستان تقريباً لس ميليارده قيد کړي دي او د افغانستان بانکي او د راکړې ورکړې سيستم يې د سختو مشکلاتو سره مخ کړی دی چې ددې له کبله په هېواد کې د فقر او لوږې کچه لوړه شوې ده مګر امريکا بيا هم ټينګار کوي او وايي چې دوی به د افغانستان د خلکو پیسې ازادې نکړي.

Comments are closed.

koi finance