The news is by your side.

اسرايل: د ايران سره جګړه يوازې د يوې شېبې خبره ده

خبريال وېبپاڼه: د ايران او اسرایلو ترمنځ د یوې جګړی احتمال تر بل هر وخت زیات شوی دی، وروسته له هغه چې په امريکا کې حکومت بدل سو او جوبایډن ددې هېواد ولسمشر شو نو د اسرايلو قسمت هم ورسره سر وخوړ، که څه هم امريکا اوس هم د اسرايلو سره د خپلې ژورې دوستۍ اظهار کوي خو دا هرڅه په دومره کچه ندي چې اسرايل ډاډه کړي، د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ليدلوری د ايران مسلې ته ډېر زيات توپير لري.

امريکا د ايران سره د خبرو او جوړجاړي لار تعقيبوي کومه چې د اسرايلو لپاره د مرګ په مانا ده، اسرایل غواړي ايران بلکل منزوي شي او که اړتيا وي نو حمله ورباندې وشي، اسرايل اوس پوهېږي چې د امريکا نوی حکومت ددوی لپاره خپله لويه پاليسي نه بدلوي له همدې کبله اوس دا هېواد پخپل وس او پخپل مټ څه کول غواړي.

ددې هېواد د‌ماليې وزير ليبرمن نن پخپلو خبرو کې وويل چې د ايران سره جګړه نوره د يوې شېبې مسله ده او کېدی شي هره شېبه د اسرايلو او ايران ترمنځ جګړه رامنځته شي، اسرایل وايي چې دوی وخت نلري ايران کېدی سي په دوه میاشتو اتوم جوړ کړي چې دا به د اسرایلو لپاره يو ستر ګواښ وي، له همدې کبله اوس نو وروستۍ شېبې دي چې بايد پرېکړه وسي، اسرايلو د امريکا د حکومت سره خبرې کړې دي خو امريکا په اوس وخت کې په ايران د بريد هېڅ ډول دلچسپي نلري خو اسرايل وايي چې دا کار به پرته د امريکا له همکارۍ هم ترسره کړي.

د بل لوري بيا ايران د نړيوالو سره د خبرو لپاره د خپل يو لړ بندو پيسو ازادېدل غواړي، ایران په اوس وخت کې د هېڅ ډول خبرو لپاره نه دی تيار او وايی چې ترڅو یې لس ميليارده ډالر د امريکا له لوري نه وي ازاد شوي نو دوی هیڅ ډول خبرو ته نه دي تيار.

Comments are closed.

koi finance