The news is by your side.

ناټو د افغانستان په هکله د خطر ډکه پرېکړه اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: د ناټو عمومي مشر يو ځل بيا د افغانستان په هکله خبرداری ورکړ او ويې ويل چې دوی کولی شي بدون له دې چې په افغانستان کې فزيکي حضور ولري بيا هم په دې هېواد حمله وکړي او دا هېواد د خپلو شديدو بریدونو هدف وګرځوي، ښاغلي سټولټنبرگ دا خبرې په د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې وکړې.

په دې غونډه کې د آمریکا ددفاع وزير لويد استین هم ګډون کړی و او ټولو لوريو د افغانستان په هکله په مهمو مسايلو باندې بحث وکړ، دغه غونډه به دوه ورځې دوام وکړي، د ناټو عمومي مشر سټولټنبرگ وويل چې موږ به په دې خبرې وکړو چې څه ډول ډاډه شو چې افغانستان به يو ځل بيا د افراطي ډلو په یوه مرکز او یوه نړيوال ګواښ لاندې نه بدلېږي، ده زياته کړه چې په دې اړوند به د خپلو ټولو متحدينو سره ګډ کار کوي او پرېکړه به په ګډه کوي.

د ناټو عمومي منشي په خپلو خبرو کې وويل چې تا، لبان دوی ته مسول دي او بايد دوی ته ځواب ورکړي، دده په خبره چې که چېرې افغانستان يو ځل بيا د نړيوال ترهګرو په مرکز بدلیږي نو دوی به همداسې کې نه ني او د افغانستان په داخل کې به تر و ريستان له منځه يوسي، نوموړي زياته کړه چې دوی دا قدرت لري چې د افغانستان د بیرون څخه په دې هېواد د حمله وکړي.

په دې غونډه کې د ناټو د عمومي منشي له لوري دا خبر هم ورکړل شو چې دوی به د تا، لبانو په رژيم باندې د فشارونو زیاتوالو ته دوام ورکړي، نوموړي وويل چې د تا، لبانو په رژيم سياسي او ديپلوماتيک فشار زياتوي ترڅو ډاډه شي چې دوی افغانستان به بيا د نړيوالو افراط ګرو په قرارګاه نه بدلوي.

خو تا، لبان بيا وايی چې دوی په افغانستان کې هېڅ پردۍ ډلې ته ځای نه ورکړی او نه به یې ورکړي، دوی وايی پرې به نه ږدي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکارېږي.

Comments are closed.

koi finance