The news is by your side.

پوتین: ژر به تا، لبان د تروريستي ډلو له لېست څخه لرې کړو

خبريال وېبپاڼه: د روسیې او تا، لبانو اړيکې له پخوا ګرمې وې خو په دې وروستيو کې چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل نور نېږدې شول نو ددوی دواړو اړيکې تر بل هر وخت قوي شوې روسيې په پراخ ډول د تا، لبانو سره مرسته وکړه چې په نړيوال ستېج کې خپل غږ پورته کړي او خپل ځان مطرح کړي.

خو وروسته له هغه چې تا، لبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د روسیې د امتحان وخت رانژدې شو، نور نو د تا، لبانو لپاره دا ضرور شوه چې بايد خپل یار روسیه یې په رسمیت وپیژني، خو د دوه نیمو میاشتو په تېرېدو بيا هم د تا، لبانو دې يار دا کار ونکړ او تراوسه پورې یې دوی په رسمیت نه دي پېژندلي، مګر اوس داسې ښکاري چې روسيه د تا، لبانو د رسميت پېژندلو ته لاره هواروي.

د بل لوري شنونکي وايي چې روسيه اوس هم د امريکا حرکت ته په کتو خپلې پرېکړې کوي او له دې وېره لري چې پرته د امريکا د رضایت د تا، لبانو په رسمیت وپیژندل ورته ستونزې جوړول شي.

مګر تازه اوس د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي دي چې دوی به ژر تا، لبان د تروريستي ډلو له لیست څخه وباسي، روسیې په ۲۰۰۳ م کال کې تا، لبان د تروریستانو په لیست کې شامل کړل، پوتین وويل چې کار امکان لري چې تا، لبان دې د تور لېست څخه لرې شي مګر دا هرڅه بايد د ملګرو ملتونو په ديوان کې ترسره شي.

ويلاديمير پوتين وويل چې دوی په دې ډاډه دي چې تا، لبان په افغانستان کې وضعيت پخپل کنټرول کې لري خو ددې څخه هم بايد ډاډ ترلاسه شي چې تا، لبان په افغانستان کې بايد حالات مثبت خواته بوزي، روس ولسمشر ويلي دي چې دوی دې پايلې ته نېږدې کېدونکي دي چې تا، لبان د تروريستي ډلې له تعريف څخه لرې شي، ده وويل چې څنګه تا، لبان په تور لېست کې داخل شوي و همدا ډول بايد لرې هم شي.

Comments are closed.

koi finance