The news is by your side.

پاکستان کې د غني د حکومت د مامورینو نيول پيل شوي دي

خبريال وېبپاڼه: راپورونه وايي چې په پاکستان کې د پخواني حکومت د ځينو نظامیانو نیول پيل شوي دي چې د افغانستان د حکومت د سقوط وروسته دې هېواد ته تللي و، د را رسېدلو راپورونو په اساس د اشرف غني د حکومت ځينې ملکي او نظامي مامورين چې د پاکستان د بلوچستان ايالت مرکز کويټې ته تللي و د پوليسو له لوري نیول شوي دي او هغوی د ځان سره نامعلوم ځای ته وړي دي.

يوې سرچېنې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته وويل چې دې خلکو په کويټه کې ځينې اطاقونه او کوټې نيولې وې چې وروسته د يو شمېر کسانو له لوري چې ځانونه یې پوليس معرفي کړل نامعلوم ځای ته د ځان سره یوړل شول، سرچينه وايي چې د افغانستان د پخواني حکومت د کارمندانو سره ددې ډول کړنو په وړاندې د بشري حقونو د سازمان سره هم اړيکه نيول شوې ده خو تراوسه کومه ښکاره نتیجه نه ده ترلاسه شوې.

د راپور په اساس چې دغه کسان چې ځانونه یې پوليس معرفي کړي و لومړی یې د افغانستان د پخواني حکومت د مامورینو او پوځیانو تلیفونونه څارلي و او وروسته یې د پرلپسې تماسونو او تعقيب دوی نيولي دي، د پاکستان د حکومت رسمي سرچینو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په جنوب شرقي ولايتونو لکه خوست کې د تا، لبانو سره د جګړې په مهال هم د اشرف غني د حکومت ځينې پوځيان د فرضي کرښې هاخوا ته اوښتی و چې وروسته پاکستانيو پوځيانو نیولي و او بيا يې بېرته د افغانستان د هغه وخت حکومت ته سپارلي و.

خو اوس چې په افغانستان کې د غني حکومت سقوط شو نو يو لړ پخواني نظامي او ځينې عام مامورین هم د تا، لبانو څخه د غچ اخیستلو وېره لري او د هېواد څخه بهر تښتي، هغوی چې د بهرنيو سره يې اړیکې درلودې د هوا له لارې انتقال شول خو هغوی چې د بهرنیو ځواکونو سره یې اړیکې نه درلودې هغوی مجبور شول د بېلابېلو لارو ايران او پاکستان ته ولاړ شي.

Comments are closed.

koi finance