The news is by your side.

پاکستان امریکا ته د افغانستان په ضد د خپلې فضا د کارونې اجازه ورکړه

خبريال وېبپاڼه: پاکستان او امریکا يو ځل بيا افغانستان ضد توافق ته نېږدې شوي دي، د امریکايي رسنیو د راپور په بنسټ د امریکا حکومت پاکستان د ځينو مرستو په بدل کې دې ته راضي کړی دی چې په افغانستان باندې د برید لپاره ددې هېواد فضا وکاروي.

د امریکا او پاکستان ددې توافق په بنسټ د امريکا بې پيلوټه الوتکې کولی شي چې د پاکستان له فضا څخه په‌ ګټې اخيستنې سره افغانستان ته داخلې شي او افغانستان وڅاري او د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې بمباري ترسره کړي،‌ددې کار په بدل کې به امريکا په پاکستان باندې فشارونه بند کړي او ددې هېواد سره امنيتي، اقتصادي او نظامي مرستې وکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت خوښ و چې تا، لبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي مګر اوس بيا همدا پاکستان د افغانستان ددې حکومت په ضد باندې پاکستان ته لارې ګودرې ورکوي، د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۱ م کال کې هم کله چې په افغانستان کې د تا، لبانو حکومت و پاکستان امريکا ته خپلې اډې، هوايي ډګرونه، بندرونه او فضا په اختيار کې ورکړل او امريکا په دې ډول په افغانستان باندې حمله وکړه، په تېر شل کلن جنګ کې امريکا د پاکستان د خاورې په استفادې سره په افغانستان د تا، لبانو په ضد خپل پوځ اکمال کاوه.

د چارو څارونکي وايي چې د افغانستان حکومت بايد د پاکستان په وړاندې په وروستۍ درجه د پام څخه کار واخلي او په ځانګړي ډول پخپل صف او حکومت کې هغه لوړ پوړي چارواکي چې د پاکستان سره زياته خواخوږي لري تر جدي څار لاندې ونيسي.

پوهان سپارښتنه کوي چې افغان حکومت بايد داسې څه ترسره نکړي چې یو ځل بیا نړیوالو ته د مداخلې بهانه په لاس ورکړي، د همدې لپاره بايد لومړی امنیت په سيستماتيک ډول ټينګ کړي، سمه‌ ده تا، لبان قاطع دي او مجرمين‌ ورڅخه وېره لري، دا ښه خبره ده خو ددې ترڅنګ اساسي خبره داده چې تا، لبان بايد‌ داسې یو سيستم رامنځته کړي چې د مجرم څخه د جرم کولو واک واخلي، هرڅه بايد دقیق ترڅارنې لاندې ونيول شي هرڅه باید ثبت شي.

Comments are closed.

koi finance