شاهین: په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه چاپېريال رامنځته شوی

خبريال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي چوکۍ ته نوماند سهيل شاهين په یوه بيان کې ويلي دي چې په افغانستان کې ښه ډاډه حالت رامنځته شوی دی او دا يې وخت چې کورني او بهرني پانګوال په دې هېواد کې پانګونه وکړي، شاهين ويلي دي چې دوی په افغانستان کې ښه امنیت ټینګ کړی دی د ټولو ځان او مالي خوندي نو دوی له ټولو پانګوالو هيله کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

شاهین پخپل ټویټر کې ليکلي دي چې د اشغال د پای سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه چاپېريال رامنځته شوی دی، شاهين زياتوي چې اوس کورني او بهرني پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي، دده په خبره چې نوی حکومت به د سوداګرو د پانګونې لپاره د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د حکومت وياند ذبيح ا م ويلي و چې چين په افغانستان کې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت پانګونې ته لیواله دی خو له دوی څخه د امنیت تضمین غواړي، د مجاهد دغه څرګندونې د امريکا د حکومت وياندې بې ارزښته بللې وې.

که څه هم د افغانستان نوی حکومت د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او هېوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي خو د افغانستان حکومت تراوسه پورې د نړيوالو له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی، د افغانستان سره د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک خپلې راکړې او کاروبار ځنډولی دی چې په دې شرايط سره په افغانستان کې پانګونه کول ډېر ګران کار دی.

د چارو شنونکي وايي چې پکار دي نوی حکومت لومړی په کور دننه د ملي مشروعیت يوه هڅه وکړئ يو څه مراسم جوړ کړي د يوې لارې ګټه واخلي لويه جرګه جوړه کړي يو څه وکړي په دې ډول به د نړيوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره په لاس کې حتماً يو څه ولري او وروسته دې د نجونو ټول ښوونځي پرانېزي ترڅو د نړيوال مشروعیت لاره بېخي رالنډه شي په دې ډول به نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق د افغانستان سره راکړه ورکړه پيل کړي او د پانګوالو لپاره به لاره پرانيستل شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More