روسیه: پښتانه په افغانستان کې اکثریت نه دي
خبريال وېبپاڼه: په دې ورځو کې د افغانستان وضعيت د پوتين څخه خپل کار هېر کړی دی او دی د افغانستان د کورنیو مسلو په هکله زيات نظر څرګندوي، ښاغلي نن هم درېغ ونکړ او د افغانستان د قومي ترکيب د متخصص غوندې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ګوستاخۍ ډکې څرګندونې وکړې.
پوتین لکه په روسیه کې چې هرڅه ګلي ګلزار وي د افغانستان په هکله خپلو خبرو ته دوام ورکوي، هغه پرون يو ځل بيا يا په ځان کنټرول له لاسه ورکړ او يا يې خپل خبیث نيت بيان کړ او ویې ويل چې د افغانستان اکثريت خلک پښتانه ندي خو د حکومت په مشرۍ کې بيا اکثريت مشران پښتانه دي، ګوستاخ پوتين په دې بسنه ونکړه او زياته یې کړه چې د افغانستان ۴۷ سلنه خلک تاجکان دي بايد د حکومت په رهبرۍ کې ځای ورکړل شي، پوتین دومره تېز روان و چې نېږدې و ووايي چې دا باقي نور ټول روسان دي.
د چارو شننونکي وايي چې پوتین او نور هغه هېوادونه چې د ټول شموله حکومت تبليغات کوي په حقيقت کې وايی چې په افغان حکومت کې دوی ته وفادارو څېرو ته ځاي ورکړل شي، دا چې پخوانی حکومت يو نړيوال سهامي شرکت و او ځينې وزيران د نورو هېوادونو استازي و نو دوی اوس غواړي چې هغه امتياز له لاسه ورنکړي، په تېر حکومت کې يو ځل جرمني خپلې مرستې ددې سره مشروطې کړې چې ډاکتر رنګين دادفر سپنتا بايد د بهرنیو چارو وزیر وي، نو دا هېوادونه اوس هم وايي چې بايد په افغان حکومت کې ددوی ټولو کسان وي ترڅو ټول شموله شي.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرینو چارو وزیر هم ويلي و چې د افغانستان نوی حکومت هغه وخت بريالی کېدی شي چې ددوی په اصطلاح ټول شموله شي، ځينې هېوادونه د تا لبانو څخه دا نه غواړي چې حکومت کې متخصص او پوه کسان وګوماري دوی په واقعي مانا ددې سره کار نلري بلکې دوی غواړي چې صرف ددوی روزل شوي جاسوسان، ددوی غلامان په حکومت کې وټاکل شي هغه ولو کې بې سواده جنرال دوستم غوندې کس د ولسمشر مرستيال هم وي خو چې ددوی غلام وي.
Comments are closed.