The news is by your side.

پر پاکستان د تا، لبانو فشارونه: چمن کې مارکېټونه وتړل شول

خبريال وېبپاڼه: د تا، لبانو له لوري د سپين بولدک د دروازې د تړلو وروسته په چمن کې حالات د پاکستان په ضد د ترينګلي کېدو په حال کې دي، پرون ددې سیمې ټول بازارونه بند و او سوداګرو اتحادیې د اعتراض ډول خپل کاروبار بند کړی و.

د افغانستان نوي حکومت د سپين بولدک دروازه وروسته له هغه وتړله چې کله په پرلپسې ډول په دې دروازه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د افغان مسافرو بد چلند شو، په دې لړۍ تېر ځل افغان پوځیانو په پاکستاني عسکرو ډزې وکړې او دری پاکستاني پوځيان ټپيان کړل.

دکندهار ولايت والي حاجي وفا وايي چې په سپين بولدک کې د افغانانو سپکاوی ورته د زغملو وړ نه دی، دده په خبره د پاکستان لوری بايد افغانانو ته پرته د ويزې او پاسپورټ صرف د پېژندپاڼو سره د تګ اجازه ورکړي، ښاغلی وفا وايي ترڅو چې پاکستان ددوی غوښتنه ونه مني نو دا دروازه به همداسې تړلې وي.

په دې وروستيو کې څو ځله د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ په دې هکله خبرې وشوې خو کومه پايله يې ورنکړه، د تا، لبانو له لوري په پاکستان ددې فشار په نتيجه کې د چمن اوسېدونکي ډېر سخت ناراض دي او په دې سیمه کې یې خپل ټول کاروبار، دوکانونه، مارکېټونه تړلي دي، دوی وايي چې په سيمه کې یې د تازه مېوې او نورو توکو بيه اسمان ته ختلې ده او هغه کسان چې کوم کاروبار یې درلود او یا روزانه کار کاوه اوس د سختو ستونزو سره مخ دي.

د فرضي پولې د تړلو سره که څه هم د کندهار دننه هم خلک خفه دي خو دې چارې په کندهار کې هومره تاثير نه دی کړی چې خلک کاروبار بند کړي مګر په چمن کې بيا د افغان حکومت فشار هرڅه ګډوډ کړي او خلک د پاکستان د حکومت څخه غواړي چې د افغان لوري غوښتنې ومني.

Comments are closed.