The news is by your side.

ازبکستان: تا، لبانو سرحدي امنيت په بشپړ ډول تامين کړی

خبريال وېبپاڼه: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې تا، لبانو دې هېواد ته ورکړې ژمنې په ځای کړې دي او د افغانستان او ازبکستان په پوله يې امنيت ټينګ کړی دی.

عبدالعزیز کاملوف وويل چې همدا اوس دوی د افغانستان سره په پوله باندې د موجود امنیت څخه راضي دي، د کاملوف په خبره چې دوی په پوله د کډوالو کوم جریان نه ويني له همدې کبله په سرحدي سيمه کې د کډوالو د کوربه کولو لپاره کوم پلان او نیت نلري، ده وويل چې تا، لبانو چې په پوله کې د امنیت کومه ژمنه کړې وه په هغه باندې یې عمل کړی دی.

دې ازبک مقام وويل چې دوی يانې تا، لبانو د امنیت په برخه کې ژمنې پوره کړې دي او د لويو پروژو د امنيت په برخه کې هم دوی بريالي دي، د تاس د خبري اژانس په قول چې ازبک وزير ورته ويلي دي چې اصلا کوم کډوال شتون نلري او د کډوالو کوم جریان نشته دی له همدې کبله دوی د کډوالو د منلو لپاره هېڅ ډول ترتيبات نلري.

تېره اونۍ د افغانستان د صدراعظم مرستیال ازبکستان ته پخپل سفر کې ددې هېواد له چارواکو سره توافق وکړ چې ددواړو هېوادونو یوه کاري ډله به د همکاريو په يوې نقشې باندې کار وکړي او بيا به یې ددواړو هېوادونو مشرانو ته وړاندې کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تېره اونۍ په خپله یوه وينا کې ويلي و چې تا، لبانو دوی ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړی دی او ورته ويلي يې دي چې د افغانستان له لوري به ازبکستان ته هېڅ ډول ګواښ نه وي موجود حتی ډ افغانستان له لوري به یوه مرمۍ د ازبکستان لوري ته فير نشي‌،‌ ده زياته کړه چې ډاډه دی تا، لبان پخپلو ژمنو عمل کوي او ددوی لوري ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کوي.

Comments are closed.