The news is by your side.

خليلزاد د امریکا او تا، لبانو ترمنځ د لویې ستونزې خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې د تا، لبانو او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ بې باوري شتون لري.

زلمي خليلزاد د خپلې دندې څخه د استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې د خبریالې دې پوښتنې په ځواب کې چې کولی شو په تا، لبانو د القاعده په هکله باور وکړو، وويل چې لکه څنګه چې ما پخوا ويلي و د امريکا او تا، لبانو ترمنځ بې باوري شتون لري نو له همدې کبله نشو کولای یوازې د تا، لبانو په څرګندونو باندې باور وکړو.

خليلزاد د خپلو خبرو په وړاندینۍ برخه کې د القاعده د مشر په هکله وويل چې کېدی شي د القاعده شبکې مشر په افغانستان کې وي، ده زیاته کړه چې نه پوهېږي تا، لبان په دې خبر دي که نه خو له دې وړاندې ورته تا، لبانو ويلي و چې نه پوهېږي د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري چېرته دی.

نوموړي زياته کړه چې دی په دې ډاډه دی چې تا، لبان به القاعدې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امريکا په ضد باندې عمليات ترسره کړي، ده وويل چې موږ په دې سخت خوښ يو چې تا، لبان او يا بل هر هېواد د القاعده شبکې په وړاندې اقدام کړي او هغوی پيدا او له خپل هېواد څخه وباسي،‌‌ ده زياته کړه چې که څه هم تا، لبانو ورسره په دې هکله په ځينو مواردو کې توافق کړی دی خو د بل لوري د القاعده شبکې غړي ځينې داسې دي چې چې د شوروي د يرغل په وخت کې افغانستان ته تللي دي، هلته یې ودونه کړي دي او اوس هلته اولادونه او ژوند لري.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ وویل چې زلمي خليلزاد پرېکړه کړې ده چې د خپلې دندې څخه استعفا ورکړي ده وویل چې زلمي خليلزاد د امريکا لپاره ډېر خدمت وکړ د هغه له کړنو څخه خوشحاله دي.

Comments are closed.