The news is by your side.

نبيل د تا، لبانو له لوري د پاکستان په وړاندې د جهاد څخه ملاتړ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي چې که چېرې تا، لبان د پاکستان په وړاندې مبارزه پيل کړي نو د ملي مشروعیت د يوې سترې څپې او لوی ملاتړ څخه به برخمن شي.

دا خبره ښاغلي نبيل وروسته له هغه وکړې چې په ټولنيزو رسنيو کې يوه تا، لب فعال د پاکستان له لوي يو ځل بيا امريکا ته د خپلې فضا د کارونې ته غبرګون وښود، دغه تا، لب فعال پخپل ټویټر کې ليکلي و چې که چېرې پاکستان امريکا ته خپله فضا په واک کې ورکړي چې په افغانستان بمباري وکړي او يا افغانستان وڅاري نو دوی به سمدلاسه پاکستاني تا، لبانو ته هم پناه ورکړي او هم به یې په لايزري وسلو سمبال کړي او ددې ترڅنګ به پخپله هم د پاکستان په وړاندې جهاد پيل کړي.

رحمت الله نبیل د‌ تا، لبان فعال دغه ټويټ ته په غبرګون کې وويل چې که دا کار په ريښتيا ترسره شي د تا، لبانو ملاتړ به د افغان ولس په منځ کې د تاريخ ترټولو لوړې کچې ته ورسیږي، خو نبيل زياته کړه چې د تا، لبانو ځينې مشران به خپلو جنګياليو ته دا اجازه ورنکړي چې د پاکستان په وړاندې دغسې اقدام وکړي.

پرون د امريکا د متحده ايالاتو ترټولو ستر خبري تلويزون سي اېن اېن خبر ورکړ چې امريکا او پاکستان داسې يوه توافق ته نېږدې شوي دي چې په اساس به ئی د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له اډو او فضا څخه ګټه اخيستی شي ترڅو افغانستان وڅاري او همدارنګه د اړتیا په صورت کې هلته بمباري ترسره کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بيان کې دا خبر يو ډول رد کړ، په حقيقت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه ګونګه اعلاميه خپره کړه چې پکې ددې ډول موافقت نه انکار شوی و.

Comments are closed.