The news is by your side.

د دوه میاشتو څار؛ حقانيان څه ډول افغان پال تا، لبان له صحنې لرې کوي

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د وروستیو دوه دریو میاشتو دقیق څار سړی دې قناعت ته رسوي چې ووايي حقاني ډله په تا، لبانو کې د مرکزي حيثيت لري او د نورو تا، لبانو سره يې اختلافات ژور دي، دا اوس پخپله تا، لبان هم مني چې د نظر اختلاف موجود دی خو دا اختلاف تر هغه ډېر ژور دی څومره چې دوی ورباندې اعتراف کوي‌.

مخکې له دې چې تا، لبان په کابل کې واک ته ورسیږي نو د تا، لبانو وياند ذبیح ا م او ددې ډلې مهم غړي چې په قطر کې یې د خبرو او مذاکراتو په مخته وړلو کې مهم رول درلود شیر محمد عباس ستانکزي په ډاګه ويل چې دوی د نجونو د تعليم سره هېڅ ډول ستونزه نلري، مګر اوس داسې ښکاري چې په تا، لبانو کې دننه حقاني ډله ددې کار اصلي مخالفت کوي او دا چې باقي تا، لبان ددوی په وړاندې څه نشي ويلی نو ښکاري داسې چې حقاني ډله په دوی ټولو واکمنه ده.

اوس د تا، لبانو وياند ذبیح ا م د ښځو د تعليم په هکله وايي چې په دې هکله به علما فیصله کوي، مجاهد په ډېرو نورو مسايلو کې هم دا وايي چې لومړی به علما فتوا ورکوي بحثونه به کوي بيا به دوی هغه شی مني، په داسې حال کې چې ټول عالم اسلام، قرآن او حديث د ښځو په تعليم متفق دي او تر پرونه دوی هم ويل چې ښځو ته به د تعليم اجازه ورکوي مګر بيا هم ښاغلی مجاهد او حکومت یې اوس نويو فتواوو ته اړتیا لري.

ددې ترڅنګ په کابل کې څومره چې د ملا برادر موقعيت او مقام مهم دی هغومره هغه نه تر سترګو کېژي، صدراعظم خو هسې هم تراوسه ملت ته کوم خطاب نه دی کړی، جالبه ده افغانان داسې يو رعيت دی چې صدراعظم یې تراوسه دوی ته یوه وینا هم نده کړې او دې رعيت خپل صدراعظم په خبرو نه دی ليدلی، په دې حال کې چې د صدراعظم لومړی مرستيال هم داسې پيکه شي نو کار څوک وکړي؟ ښکاره ده حقانيان.

یوازې برادر نه دی ګوښه شوی، بلکې شیر محمد عباس ستانکزی چې په مذاکراتو کې ډېره زياته ليدل کېدونکې څېره وه، لوړې زده کړې يې درلودې اوس په دوربین کې هم نه ليدل کېژي، برادر، عباس ستانکزی، سهيل شاهين هغه څېرې چې کولی يې شوی نه سیخ وسېزي نه کباب، يانې نه علما خفه کړي نه د اسلام ضد کار وکړي او په څنګ کې د افغانستان ګټې او اړیکې دنيا سره جوړې کړي هغوی اوس له صحنې لرې ښکاري او کېدی شي له دې څخه هم لرې شي.

مګر ددې سره بيا په کابل کې د چين له سفير څخه د واکسین د ترلاسه کېدو مراسمو ته هم د کډوالو چارو وزير حقاني ور روان وي، د کورنیو چارو وزیر هم يو حقاني دی چې په وړاندې یې نور تا، لب وزیران داسې ناست وي لکه د لوی استاد په وړاندې چې کوچني شاګردان ناست وي، د افغان ملت هيله دا وه چې د تا، لبانو نوی حکومت به اوس مکتب او مدرسه پخولا کړي خو حقانيان دا هرڅه نا ممکن لوري ته وړي.

لیکوال: قاري عبدالرحمن حکيم

Comments are closed.

koi finance