The news is by your side.

په لومړي ځانمرګي برید کې تالبانو او ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویب پاڼه/ د کابل پر ۴۰۰ بستريز روغتون باندې د ډله ييزو ځانمرګو بريد پای ته رسيدلی خو جزيات يې خورا خونړي دي.
يو شمېر تالب سرچينې وايي چې په لومړۍ چاودنه کې مولوي حمدالله په نښه شوی
ويل کيږي چې تالب قوماندان مولوي حمدالله نن قول اردو کې تشکيلات درلودل او د بیلابیلو قطعاتو مسولين او منسوبین يې غونډيدو ته راغوښتې وو، جزيات وايي مولوي حمدالله او نور تالبان په همدې چمتوالي بوخت او کله چې مولوي حمدالله د سردار محمد داود خان روغتون ته ګرځي نو وسلوال بريدګر ورته د روغتون ټاور کې پټ او نوموړی يې ويشتلی دی.
له دې پيښې وروسته د مولوي حمدالله ملګري او د بدري قطعې سرتيري يو ځای په ډزو لاس پوري کوي او پر دې مهال دويمه او قوي چاؤدنه کيږي چې د مالوماتو له مخې په دې چاودنه کې ۳۶ تالبان وژل شوي چې ۲۲ کسه يې عادي تالبان يعني د مولوي حمدالله ملګري دي او ۱۲ کسه د تالبانو د بدري قطعې غړي دي له دې سره تر خوا جزيات دادي چې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
تالبان په لومړۍ پيښه کې د ۲۷ کسانو د مرګ تايد کړی او ويلي يې دي چې ۶۰ کسه هم ژوبل دي.
تراوسه پوري داسې احتمال هم شته چې د تالبانو او ملکیانو تلفات شايد زيات شي خو وروستي جزيات په دې راپور کې راغونډ شوي دي.
ويل کيږي چې د شپږو ځانمرګو بريدګرو څخه يې دريو کسانو د روغتون دننه ځان رسولی او هلته يې ټپي تالبان وژلي چې تر اوسه د دې ټپي تالبانو مرګ ژوبله نه ده مالومه
مولوي حمدالله چې د قول اردو قومندان وو، نن په کابل کې د تشکيلاتو د برخې يوه مهمه ناسته وه چې د کابل په ننيو بريدونو کې په نښه او ووژل شو.
مولوي حمدالله په قوم نورزی او د تالبانو په ليکو د مهم مشر ملا ذاکر ملګری چې په نني پيښه يې ۲۲ کسه ووژل شول

Comments are closed.