د پاکستان او تا، لبانو خطرناک توافق، آیا د هېواد تجزيه د کندهار څخه پيلېږي؟
خبريال وېبپاڼه: د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سرحدي مشکلات په ځانګړي ډول د تګ راتګ ستونزې له پخوا څخه موجودې وې او د حل لپاره یې په بېلابېلو وختونو کې هلې ځلې شوې دي، خو دا چې په حقيقت کې د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ د تګ راتګ لپاره مناسب امکانات، تاسیسات شتون نلري نو د ځينو ستونزو د رامنځته کیدو سبب شوی، دا هم بايد ياد کړو چې په ځينو وختونو کې بعضې ګاونډیانو په دې برخه کې په شعوري ډول ستونزې را ولاړې کړې وي او په افغان حکومت فشار اچوي.
تازه د چمن او سپین بولدک ترمنځ په پرته دروازه هم همدا د ګڼې ګوڼې ستونزه وه، د پاکستان لوری وايي چې دوی د نظم لپاره مجبور ځینې وخت د زور څخه کار اخلي، خو افغان لوری وايي پاکستاني پوځيان د افغان وګړو سره غيرې انساني چلند کوي، په همدې سبب تېره مياشت کله چې پاکستاني پوځيانو د يوې افغانې مېرمنې سپکاوی وکړ نو د افغان تا، لب ځواکونو له لوري ورباندې ډزې وشوې او دريو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له دې پېښې وروسته افغان حکومت دا دروازه د يوې مياشتې لپاره وتړله، او تېره ورځ د يو لړ مذاکراتو وروسته بيا پرانيستل شوه، د تا، لبانو او پاکستاني لوري د ترسره شویو مذاکراتو په پايله کې پرېکړه وسوه چې د کندهار ولايت اوسېدونکي به پرته له ویزې یوازې د پېژندپاڼو سره کولي شي پاکستان ته سفر وکړي او د نورو ولايتونو اوسېدونکي مجبور دي د پاکستان ويزه ولري.
خو پوهان وايي چې دا پریکړه د افغانستان لپاره ډېره خطرناکه ده، يوازې کندهاريان د پېژندپاڼې سره پرېښودل په اوږده وخت کې پاکستان ته د کندهار په هکله د بېلابېلو دعوو حق ورکوي، په ټولنيزو رسنيو کې خو ځينې هېودوال په دې اند دي چې دا پرېکړه په حقيقت کې د افغانستان تجزيه د کندهار څخه پيل کول دي، پوهان سپارښتنه کوي چې د پاکستان سره بايد هر ډول توافق د یوه متحد افغانستان په هکله وشي نه د یوه ولايت او سيمې په هکله.
Comments are closed.