عاجل خبر: د چين د اعلان وروسته خلکو په مارکېټونو هجوم وروړ
خبريال وېبپاڼه: د چین د حکومت د یوه خبرداري وروسته په دغه هېواد کې خلکو په مارکېټونو هجوم وروړ، ددې هېواد حکومت په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتي و چې د ځان لپاره څه ناڅه خواړه برابر او ذخیره کړي.
ددې خبر وروسته ډېری خلکو په ځانګړي ډول هغه کسانو چې یوازې اوسي، زاړه دي او ناروغان دي په مارکېټونو هجوم وروړ او هڅه یې کوله چې د ځان لپاره ډېر خواړه کورته یوسي او ذخیره یې کړي، عين شاهدانو ويلي دي چې په ځانګړي ډول ددوی په سيمه کې هغه خلکو چې عمرونه یې لوړ و لومړی په مارکېټونو هجوم وروړ.
د تجارت وزرات ويلي دي چې کېدی سي سږ کال په دې هېواد کې د سبزيو بيې لوړې شي او په مارکېټ کې په سختۍ وموندل شي، ددې ترڅنګ په دې هېواد کې د کورونا ويروس پېښې په زیاتېدو دي تېره ورځ نوي نور کسان په کورونا ويروس اخته شول چې ددې سره د چین حکومت په ځينو سيمو کې شديد کرنټین ته د تياري خبر ورکړ.
په دې وروستيو کې د بارانونو د زیاتېدو سره په چين کې د ډېری خلکو کروندو سخت زیان وليد او اوس وېره دادی چې د ژمي په را رسېدو سره به د خوراکي توکو بيې لوړې شي، په چین کې سږ کال په ژمي په ځانګړي ډول د تدارکاتو د ځنځيرونو د ماتېدو وېره موجوده ده، په دې مانا چې په دې هېواد کې د تولید د ځای څخه مارکېټونو ته د خوړو انتقال د ستونزو سره مخ دی.
په امریکا او کاناډا کې دا ستونزه همدا اوس پيل ده، د لویو موټرونو او لاریو لپاره موټروانان نشته، د بل لوري د کورونا ويروس په بحران کې هېوادونو پيسې چاپ کړې او د خپلو خلکو سره یې نغده مرسته وکړه مګر تولید په ټپه درېدلی و، اوس پيسې هم شته خو مال نشته نو له دې کبله هم په ټوله نړۍ کې بیې په لوړیدو دي.
Comments are closed.