The news is by your side.

عاجل خبر: اشرف غني د اماراتو څخه بل هېواد ته انتقال شو

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني چې د کابل د سقوط وروسته یې متحده عربي اماراتو ته پناه وړې وه ددې هېواد څخه ایستل شوی دی.

د سياسي چارو شنونکي احمد سعيدي دعوه کړې ده چې دا داسې دقیق معلومات ترلاسه کړي دي چې ښيي د امريکا متحده ايالاتو اشرف غني او د هغه ځينې همکاران د اماراتو څخه ايستلي او امريکا ته یې وړي دي، ښاغلي سعیدي د اشرف غني د ایستلو د موخې په هکله ويلي دي چې اشرف او ځينې همکاران یې د ځانګړو تحقيقاتو لپاره امریکا ته وړل شوي دي، احمد سعيدي پخپله وينا کې زياته کړې ده چې دده د معلوماتو په بنسټ فضلي په دې ټيم کې شتون نلري هغه ځان مخکې سويډن ته رسولی دی.

د يادونې وړ ده چې تراوسه پورې په دې هکله هېڅ رسمی سرچينې کوم څه نه دی ويلي، ددې خبر په تړاو نږدې دا د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امريکا د کانګرس ځينې غړو د امريکا څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني دې د هغه تورونو په تور چې ویل کېږي د افغانستان څخه یې د تښتېدلو په مهال د ځان سره ۱۶۹ ميليونه امريکايي ډالره د ځان سره وړي دي تر تحقیقاتو لاندې ونيول شي.

د کابل څخه د اشرف غني د تېښتې په مهال داسې خبرونه خپارل شول چې هغه د هېواد څخه ۱۶۹ میلیونه ډالر متحده عربي اماراتو ته تښتولي دي، د افغانستان نوي حکومت هم د اشرف غني په هکله دا خبره کړې وه چې د هېواد څخه د تېښتې په مهال یې د ځان سره پيسې وړې دي، د نوي حکومت ځینې چارواکو وئيلي و چې دا پيسې د افغانستان د ملت مال دی او پکار ده چې اشرف غني یې بېرته د افغانستان بانک ته وسپاري‌.

بيا هم یادونه کوو چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو حکومت تراوسه ددې خبر په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed.

koi finance