د ماليې وزارت وياند: د عادي مامورينو تنخواګانې زیاتوو
خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د حکومت د بدلون سره اقتصادي مشکلات د ټول ملت په ذهنونو را ببر شول، ډېری خلکو خو دا فکر کاوه چې کېدی شي خپل کار په بشپړ ډول له لاسه ورکړي او ځينو چې بيا دومره بدبين هم نه وېره درلوده چې معاشونه او تنخواې به یې کمې شي.
مګر د مالیې وزرات وياند احمد ولي حقمل بيا وايي چې دوی هېڅوک له دندې نه دي لرې کړي، دده په وينا ډېری کسان پخپله د هېواد څخه وتلي دي، نوموړی وايي ځينې کسان چې ډېر لوی فسادونه یې کړي و او بدنام و دوی له هغوی سره کار ته دوام نشوی ورکولی ځکه دوی هم ورسره بدنامېدل، د حقمل په خبره نور چاچې داسې لوی فساد نه وي کړی دوی یو کس هم له وزرات څخه نه دی لرې کړی او د ځينو ان کورونو ته موټر استول شوی دی چې راشي او خپل کار ترسره کړي.
ښاغلی حقمل د معاشونو په هکله وایی چې دوی به عام معاشونه په هېڅ صورت ټیټ نه کړي، بلکې نیت یې دادی چې د عادي مامورينو معاشونه حداقل زر دوه زره افغانۍ زیات کړي، دی وايي دوی د لوړو چارواکو، د لومړي او دوهم بست مقامونو معاشونه راټيټ کړي دي خو د عادي کارمندانو معاشونه ټيټول نه بلکې لوړول مطرح دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې دوی په اسد مياشت کې راغلل او ددې مياشتې معاشونه یې ادا کړل، د پاتو دوه میاشتو معاشونه هم په لنډ وخت کې په يو ځل يو ځای ادا کوي، د نوموړي په خبره چې د ځينو بنسټونو پرته د ډېری دولتی مامورينو معاشونه ادا شوی دی او د پاتې دوه میاشتو به هم په ډیر لنډ وخت کې ادا شي.
حقل زیاتوي چې د ځينو بنسټونو د کارمندانو معاشونه د تخنيکي ستونزو له کبله نه دي ادا شوي، دی وايی چې د تقاعد معاش پرته له برښنایي پېژندپاڼې نه ادا کېږي خو د مالیې وزرات او ثبت احوال نفوس د وصل شویو سرورونو تخنيکي ستونزه موجوده چې ژر به حل شي او متقاعدينو ته به زر خپل تقاعد ورکړي.
Comments are closed.