تا،لبانو په بلخ ولايت کې دری شخصي پوهنتونونه پخپله قبضه کې اخيستي
خبريال وېبپاڼه: د بلخ ولايت څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تا، لبانو په دې ولايت کې دری شخصي پوهنتونونه پخپل کنټرول کې اخيستي دي او ددې پوهنتونونو عوايد هم دوی اخلي.
د رهنورد، راه سعادت او تاج هغه شخصي پوهنتونونه دي چې تا، لبانو پخپل کنټرول کې اخيستي دي، ځايي سرچينې وايي چې تا، لبانو دوی ته ويلي دي چې ددې پوهنتونو څښتنانو د سياسي فعاليت له کبله دوی دا قبضه کړې ده، په دې هکله نور دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي.
تاج شخصي پوهنتون د جنرال عبدالملک ازبک جنګ سالار، د رهنورد شخصي پوهنتون د عباس ابراهيم زاده چې د ایران د فاطميون ډلې نېږدې کس ګڼل کېږي او د راه سعادت پوهنتون هم د سرور سعادت مربوط و.
په بلخ ولايت کې ځايي سرچينې وايي تا، لبانو په دې ولايت کې د شخصی پوهنتونونو لپاره ډېر سخت قوانين وضع کړي دي، دوی نجونو ته ويلي دي چې وروسته د درس له خلاصېدو په پينځو دقیقو کې له پوهنتون څخه ووزي، د بل لوري تا، لبانو په هر پوهنتون کې يو کس ټاکلی چې وسله وال هم ورسره وي او په پوهنتون کې څار کوي چې دوی د تا، لبانو د اسلامي اما ر ت قوانین مراعات کوي او که نه.
په بلخ ولايت کې د شخصی پوهنتونونو مسولین وايي چې پوهنتونونو خپل مطلق اکثریت محصلین له لاسه ورکړي دي او یوازې هغه محصلين پوهنتونونو ته ځي چې اخري کال یې دی او سمدلاسه فارغېږي، د بل د مثال په ډول د راه سعادت پوهنتون محصلین پخوا څلور زره و خو اوس صرف يو زر او دوه سوه کسان پاتې دي، د رهنورد پوهنتون محصلین پخوا اوه زره و اوس دری زره دي.
د ځايي سرچينو په وينا تا، لبانو دومره سخت قوانين وضع کړي دي چې ان د نجونو موټر هم په لاره څاري او د نجونو او هلکانو په شخصي ژوند فردي چاپیریال او هرڅه کې مداخله کوي، د پوهنتون محصلين ځان دداسې مجرمینو غوندې حس کوي چې په يوه زندان کې یې شپه او ورځ په مټ قدم کې څاروونکي څاري.
Comments are closed.