The news is by your side.

کابل ښاریانو ته د تا،‌لبانو د لوی درستيز خبرداری، څوک به یې ومني؟

خبريال وېبپاڼه: په کابل کې د وروستیو امنیتي پېښو وروسته د تا، لبانو لوی درستیز قاری فصیح‌الدین فطرت خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې پرته له ضمانت څخه دې هېچاته خپل کور په کرايه نه ورکوي، نوموړي پخپلو څرګندونو کې ویلي دي چې که چېرته چا یو کس ته پرته له ضمانت څخه کور په کرايه ورکړ او هغه بيا داعشی راووت نو د سختې سزا سره به مخ شي.

تا، لبان په داسې حال کې له خلکو څخه غواړي چې خپل کورونه پرته له ضمانت چاته په کرایه ورنکړي چې په وروستيو دوو ورځو کې په کابل څلور چادونې وشوې، که څه هم ددې چاودنو حجم زیات نه و او زيات تلفات یې نه درلودل خو په افغانستان کې د امنیت په هکله یې د تا، لبانو ادعا یو څه پيکه کړه.

د امنيتي چارو متخصصين وايي چې دا یو ښه اقدام دی چې نا شناخته خلکو ته پرته له ضمانت څخه کور په کرايه ورنکړل شي خو کافي نه دی او پکار ده چې تا، لبان په دې نور اساسي قدمونه پورته کړي، په دې هکله بايد ترټولو لومړی د پېژندپاڼې مسله حل شي، د افغانستان ټول وګړي بايد برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي ترڅو حکومت د ټول نفوس معلومات په دقیق ډول ولري چې څوک څوک دي، له وروسته ترټولو اړين اقدام دی چې د هرې سيمې اوسېدونکي دقیق ثبت شي چې چېرته ژوند کوي، ددې لپاره کېدی شي چې د ادرس د ثبت يوه اداره رامنځته شي او ټول خلک چې په کوم ځای کې اوسېږي حکومت يې ثبت او د حکومت سره دا معلومات شتون ولري چې څوک چېرته ژوند کوي.

که کله کوم هېودوال غوښتل خپل د ژوند ځای بدل کړي پکار ده چې د يادو ادارو څخه ليک ترلاسه کړي او ادرس یې په بل ځای ثبت او انتقال شي، په دې ډول به ډېری چارې ډیرې دقيقې پرمخ ولاړې شي.

له دې هخوا د تليفونونو ثبت کول، د سيمي کارت ثبت کول او هېواد ته د راتلونکو کسانو دقیق څېړل بايد هېر نشي، ددا ډول اقداماتو په ترسره کولو سره حکومت کولي شي چې يو سيستماتيک امنيت رامنځته کړي چې بنسټ به یې يو سيستم وي او د چل او فریب ځای به پکې نه وي پاتې.

Comments are closed.