تا،‌لبانو په بلخ ولايت کې دری شخصي پوهنتونونه پخپله قبضه کې اخيستي

خبريال وېبپاڼه: د بلخ ولايت څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تا، لبانو په دې ولايت کې دری شخصي پوهنتونونه پخپل کنټرول کې اخيستي‌ دي او ددې پوهنتونونو عوايد هم دوی اخلي.

د رهنورد، راه سعادت او تاج هغه شخصي پوهنتونونه دي چې تا، لبانو پخپل کنټرول کې اخيستي دي،‌ ځايي سرچينې وايي چې تا، لبانو دوی ته ويلي دي چې ددې پوهنتونو څښتنانو د سياسي فعاليت له کبله دوی دا قبضه کړې ده، په دې هکله نور دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي.

تاج شخصي پوهنتون د جنرال عبدالملک ازبک جنګ سالار، د رهنورد شخصي پوهنتون د عباس ابراهيم زاده چې د ایران د فاطميون ډلې نېږدې کس ګڼل کېږي او د راه سعادت پوهنتون هم د سرور سعادت مربوط و.

په بلخ ولايت کې ځايي سرچينې وايي تا، لبانو په دې ولايت کې د شخصی پوهنتونونو لپاره ډېر سخت قوانين وضع کړي دي، دوی نجونو ته ويلي دي چې وروسته د درس له خلاصېدو په پينځو دقیقو کې له پوهنتون څخه ووزي، د بل لوري تا، لبانو په هر پوهنتون کې يو کس ټاکلی چې وسله وال هم ورسره وي او په پوهنتون کې څار کوي چې دوی د تا، لبانو د اسلامي اما ر ت قوانین مراعات کوي او که نه‌.

په بلخ ولايت کې د شخصی پوهنتونونو مسولین وايي چې پوهنتونونو خپل مطلق اکثریت محصلین له لاسه ورکړي دي او یوازې هغه محصلين پوهنتونونو ته ځي چې اخري کال یې دی او سمدلاسه فارغېږي، د بل د مثال په ډول د راه سعادت پوهنتون محصلین پخوا څلور زره و خو اوس صرف يو زر او دوه سوه کسان پاتې دي، د رهنورد پوهنتون محصلین پخوا اوه زره و اوس دری زره دي.

د ځايي سرچينو په وينا تا، لبانو دومره سخت قوانين وضع کړي دي چې ان د نجونو موټر هم په لاره څاري او د نجونو او هلکانو په شخصي ژوند فردي چاپیریال او هرڅه کې مداخله کوي، د پوهنتون محصلين ځان دداسې مجرمینو غوندې حس کوي چې په يوه زندان کې یې شپه او ورځ په مټ قدم کې څاروونکي څاري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More