The news is by your side.

جاپان د بهرنیو کاریګرو لپاره قوانين په بې ساري ډول ساده کړل

خبريال وېبپاڼه: جاپان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په د بهرنیو کډوالو په وړاندې ډېره شديده پاليسي لري او په دې هېواد کې د کډوالۍ قوانين ډېر زيات سخت دي، خو تازه اوس دا هېواد د ځوان نسل او کاري ځواک له کمښت سره مخ دی چې دې کار جاپان مجبور کړی دی د کډوالۍ په قوانینو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه ددې هېواد حکومت اعلان کړی دی چې د نوي کال له پيل وروسته به د بهرنیو کاریګرو لپاره قوانين ساده کړي، په ځانګړي ډول د هغه کاریګرو لپاره چې کورنۍ یې له جاپان څخه بهر پاتې دي، ددې قوانينو په اساس به نویو کاريګرو ته د جاپان پینځه کلنې او يا دايمي ويزې ورکړل شی او ددوی کورنۍ به هم دا اجازه ترلاسه کړي چې جاپان ته دعوت شي او په جاپان کې ژوند وکړي.

په ۲۰۱۹ م کال کې د يو لړ اصلاحاتو وروسته د جاپان حکومت د ساختماني او پاک کارانو په شمول د ۱۴ مسلکو خاوندانو ته د پینځه کلنې ويزې ورکول پيل کړل، خو هغه وخت صرف کاريګر ته دا پينځه کلنه ويزه ورکول کېده ددوی کورنیو ته په هېڅ صورت اجازه نه و چې جاپان ته ولاړ شي، په جاپان کې د ځوان نسل کمېدل، د زاړه نفوس زیاتېدل ددې سبب شول چې ددې هېواد حکومت قوانين د بهرنیو کاریګرو لپاره ساده کړي، د نویو قوانینو په اساس به پينځه کلنه کاري ويزه لرونکي په دايمي ډول خپله ویزه تمدید کړی شي او خپلې کورنۍ به هم وکولی شي چې جاپان ته بوزي.

اوس مهال په جاپان کې ترټولو زیات بهرني کاریګر د ویتنام او چین هېواد څخه دي، خو تمه ده چې ډېر ژر به د نورو هېوادونو څخه هم هغه کاریګر چې مسلکي زده کړې لري دې هېواد ته د تګ چانس ترلاسه کړي.

په جاپان کې بهرنیو وګړو تل په یوه بل نظر کتل کېدل، خو دا چې په هېواد کې اوس ډېری ښځې او نارينه د اولاد راوړلو شوق نلري نو ځوان نفوس چې اصلي کاري ځواک دی مخ په کمېدو دی او ډېری نفوس په چټکۍ د زړښت خواته روان دی، له همدې سره دا هېواد اوس بهرنیو کاریګرو ته خپلې دروازې پرانیزي.

Comments are closed.