The news is by your side.

امريکايي وکیل د افغانستان د شتمنۍ د بندولو پټ سبب بیان کړ

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان باندې د امريکا له لوري بنديزونه ددې هېواد ځپلی اقتصاد نور هم له پښو غورځوي، يو داسې هېواد چې هسې هم د سخت فقر سره مخ و، د څلویښت کلنې جګړې په پای کې يې امريکا هغه موجوده بوديجه هم بنده کړه، جالبه داده چې نن په ملګرو ملتونو کې ددې هېواد استازي په افغانستان کې د لوږې د زياتېدو او اقتصادي سقوط په هکله اندیښنه بيان کړه، لکه قاتل چې د مقتول سره ته ژاړي.

خو حقيقت دادی چې امريکا د خپلو موخو لپاره هېڅ ډول اخلاقي او بشري حد او حدود نه پیژني، په دې هکله يوه امريکايي وکيل اوس اعتراف هم وکړ، مايکل مک کال نن په یوه بيان کې وويل چې په تا، لبانو د فشار یوازنۍ لاره همدا ددې هېواد د شتمنيو قيد کول دي او که دا نه وي نور نو تا، لبان د امريکا هېڅ ډول خبرې ته حتی غوږ هم نه نيسي.

افغانستان هم ورو ورو د هغه هېوادونو په قطار کې ودري چې د امريکا له لوري د اقتصادي تروریزم سره مخ دي، په نړۍ کې د اقتصادي رهبرۍ واک اوس هم د امريکا سره دي خو په چټکۍ یې د لاسه د وتلو په حال کې دی، البته امریکا به ددې نظم د دوام لپاره خپله هڅه وکړي مګر پايله به یې منفي وي، ځکه هرشي یو دوران لري او د امريکا دوران پای ته د رسېدو په حال کې دی.

امريکا ددې پام نکوي چې په تا، لبانو فشار اچول او یا دا پيسې قيد کول به تا، لبان ددوی غوښتنو ته مجبور نکړي بلکې درد به یې يوازې د افغانستان خلک ويني، تا لبان داسې خلک نه دي چې د افغانستان خلک په ستونزه کې وویني نو خپلې پرېکړې بدلې کړي، هغوی شل کاله د خپلې جګړې په مهال د افغانانو حال ليده چې څه ډول مري، څه ډول ددوی په ځانمرګو بریدونو کې په لسګونو، سلګونه او زرګونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي مګر استدلال یې دا و چې دوی عام خلک په قصدي ډول نه وژنی په جنګ کې خامخا تلفات رامنځته کېږي.

نو اوس چې خلک په هغه کچه مري هم نه، نو دوی به هېڅکله د امريکا غوښتنې ددې لپاره ونه مني چې اقتصادي حالت خراب دی، امريکا دا حقيقت وینی مګر بيا هم د افغانستان خلکو ته جزا ورکوي.

ليکوال: سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance