The news is by your side.

د بريتانيا لومړي وزير د تالبانو په ګټه اعلان وکړ

خبريال ويب پاڼه/ له کله نه چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي سيمه ييز او نړيوال هېوادونه د تالب ډلې او د دوی په هکله بيلابيل نظريات لري چې اوس بريتانيا تالبانو ته خپل نژدې والی ثابت کړی.
تازه د بریتانیا لومړي وزير په خپلو خبرو کې تالبانو ته د سره څراغ پر ځای شين څراغ ورکړی او رضايت يې ترې ښودلی.
بوریس جانسون په خپل نوي دريځ کې له تالبانو سره د تعامل نسخه وړاندې کړې او بل بديل نشته.
د بريتانيا لومړي وزير د خپل هېواد پارلمان ته په يوه استجوابیه غونډه کې وويل چې د افغانستان وضعیت له نژدې څاري او څرګنده کړې يې ده چې دلته ورته ډير مسايل د اندیښنې وړ دي.
هغه په خپلو خبرو کې ښکاره کړې چې له تالبانو سره بل هيڅ نه شي کولی بغير له دې چې ورسره تعامل وکړي ده پر بشري مرستو ټينګار کړی او د خراب وضعیت لپاره يې همدا ښه بللې چې له تالبانو سره تعامل وشي او حالت کنټرول شي.
د تيري اګسټ مياشتي په ۱۵ نېټه باندې تالبانو د امريکا په ملاتړ د غني دولت نسکور او کابل یې ونيوی له هغه را وروسته چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي اقتصادي او ټولنيزې ستونزې زياتې شوې او خلک يې له سختيو سره مخا کړي.
د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امر خان متقي په يوه پرانستي ليک کې چې د امريکا کانګرس ته يې استولی د يادو ستونزو د حل په موخه يې د افغانستان کنګل بودجه د خلاصولو غوښتنه شوې او همدارنګه يې ويلي چې امريکا دي افغانستان کې پانګونه وکړي.
خو امريکا او د نړۍ هيڅ هېواد د تالبانو په مشرۍ حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندلی او نه هم کومه هڅه شوې ده.
تراوسه پوري تالبانو څوځله ويلي دوی خپل شرایط چې د يوه هېواد او دولت لپاره اړين دي ترسره کړي اوس نو د نړۍ نوبت دی چې دوی په رسميت وپېژني.

Comments are closed.