The news is by your side.

روس استازي تا، لبان دا ځل بل ډول وستايل

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تا، لبان ستايلي دي او ددوی مبارزه یې د داع ش په وړاندې د ستاينې وړ بللې ده، ضمیر کابلوف پخپلو څرګندونو کې ويلي دي چې همدا اوس تا، لبان د امريکا په نسبت د داع ش سره ښه مبارزه کوي، روسيې تل په افغانستان کې د داع ش د مبارزې په برخه کې د امريکا په نيت باندې شک کړی دی.

ضمير کابلوف د نيوزويک مجلې سره پخپله مرکه کې تا، لبان بدل شوي ياد کړل او همدارنګه یې د هغوی د جهاد په هکله مثبتې څرګندونې وکړې، نوموړي وويل چې تا، لبان اوس د پخوا په شان نه دي او بدل شوي دي، دده په خبره تا، لبان اوس د نړيوال جهاد په لټه کې نه دي او ټول پام یې خپلو کورنيو چارو ته دی، کابلوف داسې ادامه ورکړه: هغوی اوس پخپلو کورنیو چارو بوخت دي د نړيوال جهاد موخه نلري نو ويلی شو چې هغوی د يو سياسي او نظامي اپوزیسیون و چې د قدرت لپاره یې مبارزه کوله.

نوموړي د تا، لبانو د بريا په هکله هم خبرې وکړې او د پخواني حکومت او امریکايي ځواکونو پرتله یې له تا، لبانو سره وکړه او د ملامتيا ګوته یې امریکا او د هغوی له ملاتړ برخمن افغان حکومت ته ونیوله، کابلوف وويل چې په داسې حال کې چې د تا، لبانو شمېر او امکانات ډېر کم و خو بيا یې هم د امريکايي ځواکونو او افغان ځواکونو چې شمېر او امکانات یې د تا، لبانو څو برابره زيات و په وړاندې په جګړه کې پورته لاس درلود.

ضمیر کابلوف وړاندې په خپلو خبرو کې وويل چې تا، لبانو په جګړه کې لوړه روحیه درلوده، ځکه هغوی په دې عقيده جګړه کوله چې خپل هېواد یې د يرغلګرو څخه خلاصوو او بريا ددوی حق و، په دې لاره کې یې ځان او نور قرباني کړي و.

ضمير کابلوف تر دې وړاندې ويلي و چې تا، لبان د افغان ټولنې اصلي استازي دي د هغوی د رسم رواج خلک او نماينده دي، مخالفين یې ډېری غرب ځپلي او ښاري خلک دي.

Comments are closed.