The news is by your side.

حامدکرزي د تا،لب وزیر د لوی مجرم څرګندونو ته غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه: حامدکرزي د تا،لب وزیر د لوی مجرم څرګندونو ته غبرګون وښود، تېره ورځ د تا، لبانو د امر او نهی وزير په خپلو خبرو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته په اشارې وويل چې دوی دواړه ډېر لوی او کبير مجرمان دي، ياد وزير دا خبرې د هېواد څخه تښتېدلو کسانو ته د هېواد ته بېرته راتګ په هکله د خپلې وينا په ترڅ کې وکړې.

نوموړي وويل چې د افغانستان څخه تښتېدلي کسان دې بېرته هېواد ته راستانه شي، دلته په افغانستان کې حامدکرزي او بيا عبدالله عبدالله غوندې لوی مجرمان ژوند کوي تر دوی لوی مجرمان څوک دي، چې دوی د تا، لبانو د حکومت باندې ارام ژوند کوي نور یې ټول کولی شي.

د شېخ خالد رشيد له دې خبرو وروسته نن پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپل غبرګون کې وويل چې د امر او نهی د وزير خبرې په تبصره نه ارزي خو دی سپارښتنه ورکوي چې په اوس کې د هېواد عزت په اتفاق او اتحاد کې دي، د بل لوري بيا ډاکټر عبدالله عبدالله تراوسه پورې د تا، لب وزير خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تا، لبان کرزی او ډاکټر عبدالله عبدالله او نور د ټلوالې غړي په دې ملامت بولي چې د امريکا له لوري یې د افغانستان په اشغال کې ونډه درلوده د‌هغوی پياده عسکر شول او خپل هېواد یې په امريکا باندې اشغال کړ او خپله ټوله دوره کې یې‌ د هغوی بشپړ اطاعت وکړ.

خو د بل لوري بيا ځينې شنونکي وايي چې د افغانستان اشغال د تا، لبانو د غلطې پرېکړې سبب و، کله چې تا، لبانو په تش لاس د امريکا سره ډغرې پيل کړې او بيا یې د جنګ په ورځ پرته له مقاومت هېواد پرېښود او پاکستان ته وتښتيدل نو افغانانو شل کاله یې دولته ژوند نه شوی کولی یو دولت او حکومت به هرومرو جوړېده.

Comments are closed.