The news is by your side.

د امريکا کانګرس ته د متقي په ليک کې د کابل نیولو جالب سبب

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د تا، لبانو له لوري د افغانستان د نیولو دری مياشتې تېرېږي مګر د نړيوالو له لوري د په رسمیت نه پېژندنې مسلې او په ځانګړي ډول د امريکا د حکومت له لوري د افغانستان د مرکزي بانک د پيسو د قيد کولو قضيې موجود افغان حکومت د يو لړ جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د امريکا له لوري د نوي تا، لب حکومت سره اړيکې تراوسه په رسمي ډول نه دي پيل شوې او د نړۍ نور هېوادونه هم د امريکا له وېرې دې ته زړه نه ښه کوي چې د تا، لبان سره رسمي اړيکې ولري او هغوی په رسمیت وپېژني، ان چین او روسیه غوندې لوی هېوادونه هم نه غواړي د افغانستان له کبله د امريکا سره نور هم په جنجال کې ډوب شي له همدې کبله د افغانستان سره په عملي ډګر پرته د کورونا د واکسين څخه نور هېڅ د پام وړ همکاري نشي کولای.

د دریو مياشتو د تېرېدو وروسته اوس داسې ښکاري چې تا، لب مشرانو دا قضيه درک کړې ده چې د امريکا سره ستونزه حل نکړي نو د ټولې نړۍ سره به يې ستونزه په ځای پاتې وی له همدې کبله د نوي تا، لب حکومت د بهرنیو چارو وزیر م ا متقي د امريکا کانګرس ته یو ليک استولی دی او په دې ليک کې یې ددې هېواد د کانګرس او حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو قيد شوې پيسې ازادې کړې.

تا،لبانو په ياد ليک ليکلي دي چې د پيسو قيد کول د ستونزو حل لار نه ده او ددې مسلې زیان صرف د افغانستان خلکو ته رسیږي، د ليک په یوه بله برخه کې بيا راغلي دي چې افغانستان او امريکا بايد د تېرو ترخو تجربو څخه درس واخلي او د دوحې د توافقنامې خلاف مثبتې اړيکې جوړې کړي، په دې ليک کې ويل شوي چې په افغانستان کې ژمۍ را روان دی او افغانان د فقر، وچکالۍ او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي له همدې کبله ددوی د خپلو پيسو ازادول ددوی مسلم حق دی.

په ياد ليک کې د افغانستان پخواني تښتېدلي ولسمشر اشرف غني ته هم اشاره شوې ده او ويل شوي چې هغه په بې مسولیته ډول د افغانستان څخه وتښتېده او دوی د افغانستان د خلکو د کابل د ښاريانو په غوښتنه دې ښار ته دننه شول او امنيت او چارې يې په دې ډول په لاس کې واخیستې.

Comments are closed.

koi finance