The news is by your side.

د تا، لبانو صبر ختم شو، بلاخره یې عبدالله عبدالله ته پيغام ورکړ

خبريال وېبپاڼه: ډاکټر عبدالله عبدالله چې د ټلوالې غړی دی او د امريکا له لوري د افغانستان د نیول کیدو وروسته تل د حکومت يوه غوښينه برخه ورته رسیدلې وه د کابل د سقوط وروسته یې هېواد پرېنښود او په کابل کې یې خپل ژوند ته دوام ورکړ، عبدالله عبدالله په داسې حال کې په کابل کې پاتې شو چې د پخواني حکومت ډېری لوړ پوړي چارواکي چې د بهر څخه راغلي و او يا د ټلوالې غړي و له هېواد څخه وتښتېدل.

عبدالله عبدالله د شمالي ټلوالې له هغه ګوتو په شمار غړو څخه دی چې په کابل کې پاتې شوي دي او له هېواد څخه نه دي تښتېدلي، د بل لوري بيا له ښاغلي عبدالله عبدالله څخه ځينې خلک یو څه خوښ هم و چې حداقل د هېواد څخه خو یې تښتېه ونکړه ځکه نورو ډېرو د هېواد څخه خپلې پښې سپکې کړې اوس یا د نورو هېوادونو په کمپونو کې دي يا ترکيې جرمنی او اماراتو کې مېشت شوي دی.

نن د تا، لبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر د وزرات وزير شېخ محمد خالد په یوه بيان کې بيا عبدالله لوی مجرم وباله، هغه چې نن یې بلخ ولايت ته سفر کړی و په خپلو خبرو کې د هېواد څخه بهر تللو ځینو کسانو ته وويل چې کولی شي بېرته خپل هېواد افغانستان ته را ستانه شي، نوموړي ددې خبرو په دوام کې وويل چې همدا اوس عبدالله عبدالله په کابل کې ژوند کوي حال دا چې هغه یو ډېر لوی مجرم دی، چې د عبدالله عبدالله غوندې لوی مجرمین پرته هیڅ ډول ستونزې په کابل کې ژوند کوي او هغوی ته عمومي عفوه شوې ده نو نور خو دې هیڅوک اندېښنه نکوي.

په دې وروستيو کې د تا، لبانو حکومت په پرلپسې ډول په بهر کې مېشتو افغانانو ته پيغام ورکوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، ددوی ویاند تېره ورځ د ملي تلويزيون سره پخپله مرکه کې وویل چې بهر مېشتی افغانان د مزدور کارانو په حيث استفاده کېږي ددې په ځاي ښه ده چې خپل هېواد ته را ستانه شي.

Comments are closed.