The news is by your side.

تا، لبانو د پاکستان سره د یوه حساس حکومتي بنسټ په هکله خطرناک قرارداد وکړ

خبريال وېبپاڼه: که څه هم پاکستان ته د متقي سفر پای ته رسیدلی خو د پاکستان سره د توافقاتو او تړونونو خبرونه یې پای نلري، تازه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تا، لبانو د افغانستان د هوايي چلند د ادارې او چارو په هکله د پاکستان سره نوي تړونونه لاسليک کړي دي.

ددې تړون په اساس به د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې کار کوونکو زده کړې ورکوي او دا کار کوونکی به د زده کړو د ترلاسه کولو پاکستان ته ځي، په دې زده کړو کې د اطفايې او عاجلې مداخلې په هکله هم تړون موجود دی، معلومه‌نده چې په څه تعداد کسان به ددې زده کړو د ترلاسه کولو پاکستان استول کېږي، په دوهم قدم کې به د ملکي هوايي چلند د ادارې کار کوونکو ته د هوا پېژندنې په برخه کې زده کړې ورکول کېږي، له دې پرته به د مصونيت، هوايي ترافيکو د کنټرول او هوايي ډګر د مدیریت په برخه کې افغانان د پاکستان له لوري زده کړې ترلاسه کوي.

تا، لبان په داسې حال کې د هوايي چارو په برخه کې د پاکستان څخه مرسته غواړي او هلته د زده کړو لپاره د هوايي چلند د ادارې کارکوونکي استوي چې خپله پاکستان د هوايي چلند په برخه کې سخت بدنام دی، ددې هېواد ترټولو لوی دولتي هوايي شرکت د اروپا او امريکا له لوري د بنديزونو سره مخ دی، د نشته يی توکو په قاچاق کې ونډه لري، ددې هېواد په لوړ شمېر پيلوټانو جعلي سندونه ترلاسه کړي و او پخپله څه موده وړاندې ددې هېواد ياد شرکت د سخت زیان او حتی سقوط سره مخ و.

د چارو شننونکي وايي چې د پاکستان سره په داسې حساسو مواردو کې دا ډول توافقنامې د افغانستان د ملي ګټو سره په خلاف کې دي او بايد سمدلاسه ددا ډول توافقنامو حکومت مخ واړوي، د بل لوري اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې تجارتي مسلې په سياسي ډول کاروي پکار ده چې په پاکستان د افغانستان اتکا زياته نشي او ددې په ځای د نورو هېوادونو سره همکاري زياته شي.

Comments are closed.

koi finance