د تا، لب حکومت څخه د خليلزاد د ځای ناستي غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: د زلمي خليلزاد ځای ناستی توماس وست چې تازه په مسکو کې ددې روسیې له لوري د افغانستان د ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره ليده کاته کړي دي وايي چې تا، لبان بايد د نړیوالې ټولنې سره پخپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي، نوموړي دا خبرې د ضمیر کابلوف سره تر لیدنې وروسته وکړې.
نوموړي وویل چې د افغانستان لپاره یې د روسیې د ځانګړي استازي سره پخپله ليدنه کې ددوه هېوادونو يانې روسیې او امریکا د ګټو په هکله خبرې وکړې، دی وايي په افغانستان کې د روسیې او امریکا د مشترکو ګټو په هکله خبرې اترې وشوې او همدارنګه په دې بحث وشو چې تا، لبان بايد د نړيوالې ټولنې سره په خپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي.
نړيوالې ټولنې د تا، لبانو د حکومت مشروعیت په دې پورې تړلی دی چې تا، لبان پخپلو ژمنو باندې عمل وکړي، په دې ژمنو کې د یو ټول شموله حکومت جوړول چې د افغانستان د ټولو خلکو او قومونو استازيتوب وکړي او همدارنګه په افغانستان کې بهرنیو تروریستي ډلو ته چې امريکا او نورو هېوادونو ته ګواښ رامنځته کولی شي ځای نه ورکول، د ښځو او بشر حقونو ته درناوی کول و.
تا، لبان وايی چې دوی د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي، مګر نړيواله ټولنه بيا وايي چې د تا، لبانو خبرې او عمل توپير لري، د بل لوري بيا يو لړ شنونکي هم وی نوی حکومت د نړۍ سره د اړيکو په برخه کې په ناکامۍ تورنوي او وايي چې حکومت په دې نه بريالی شوی چې د نړيوالو اعتبار ترلاسه کړي او ددې هېوادونو سره خپلې اړيکې ورغوي.
ددغه شنونکو په خبره تا، لبان د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په برخه کې لازم اقدامات نه کوي او دا پروسه یې ډېره په کرارۍ روانه کړې ده، د بل لوري بيا په حکومت کې مسلکي ګومارنې نکوي، مطلق اکثریت وزيران، معاونین او نور داسې خلک دي چې حداقل لسانس هم نلري یوازینی وصف چې لري یې تا، لبان دي.