The news is by your side.

چین د افغانستان اړوند امريکا ته سخت خبرداری ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د چين د بهرنیو چارو وزرات په امريکا غږ کړی دی چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ دې بدون د کوم قيد او شرط څخه په عاجل ډول خوشي کړي، د چین د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کول په ډليز ډول د افغانستان ټولو خلکو ته سزا ورکول دي.

د افغانستان څخه د پخواني ولسمشر اشرف غني له بې مسولیته او ناڅاپي تېتښې وروسته د امريکا حکومت د افغانستان د مرکزي بانک لس ميليارده ډالر قيد کړل او په افغانستان کې يې د بانکي سکتور نورمال چارې د ګڼو ستونزو سره مخ کړې.

دا څووم ځل دی چې چين د امريکا د متحده ايالاتو څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو شتمني خوشي کړي مګر د امريکا حکومت ټينګار کوي ترڅو د خپلو موخو لپاره د افغانستان خلکو ته جزا ورکړي، تېره اونۍ د افغانستان نوي حکومت په یوه ليک کې د امريکا له کانګرس څخه وغوښتل چې پخپل حکومت باندې فشار وروړي ترڅو د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ پرېږدي ځکه چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او بندولو یې خلک د‌ ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بل لوري امريکا ټينګار کوي چې په افغانستان کې بايد یو ټول شموله حکومت جوړ سي خو شننوکي وايي چې امريکا په خوله باندې د ټول شموله حکومت خبرې کوي په حقيقت کې يا د پردې تر شا د نوی حکومت څخه نورې غوښتنې لري او يا هم غواړي چې د خپلې ماتې بدل په دې ډول واخلي.

د شننونکو په خبره امريکا د نړۍ د ډېرو ديکتاتوري هېوادونو سره ښې اړیکې لري داسې چې هلته ټول شموله حکومت يو فيصد هم شتون لري د حکومت ټول خلک د يوې کورنۍ خلک وی مګر امريکا ورباندې هېڅ ډول نیوکه نلري خو د افغانستان د حکومت څخه یا پټې غوښتنې لري او یا م ورڅخه د خپلی ماتې غچ په دې ډول اخلي.

Comments are closed.