The news is by your side.

د تا، لبانو د روغتیا وزیر ډېره مهمه پرېکړه اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان روغتيايي سيستم په موجود حالت کې د يوې فاجعې بڼه لري، حتی ويلو چې ډېری روغتونونه لکه مستري خانې داسې دي چې ډېرو مستريانو یې معمولي د څو ورځو زده کړې ترلاسه کړې دي او اوس مستريان دي، التبه د ټولو ډاکټرانو په حق کې دا خبره صدق نکوي، متخصص او ژمن ډاکټران هم شتون لري خو شمېر يې ډېر کم دی، د افغانستان روغتيايي او طبي سيستم د طبي، اسلامي او انساني اخلاقو لرې کاملاً په تجارت او ګټه ولاړ يو سيستم دی.

ټول په دې کې دي چې څه ډول د ناروغانو څخه څو روپۍ زياته وشکوي، په داسې حال کې چې پوهيږي چې ناروغ بیچاره به دا يو څو روپۍ هم په قرض د چا څخه اخيستي وي، ډېر وخت داسې کېږي چې يو سړی ډاکټر ته ولاړ شي نو دومره درمل ورته وليکي چې ناروغ یې په ليدو فکر کوي چې سم دم ټول بدن یې د سرطان ډک دی، کله چې ورڅخه د هرې یو دوا يا درمل پوښتنه وکړی نو پوه به شې چې تر نيمايي یې زياته بې ځايه غيرې ضروري درمل ليکلي دي.

د مثال په ډول يو قسم درمل ليکي د معدې د درد لپاره بيا ددې سره يو بل ليکي او وايي چې هغه د معدې درمل کېدل شي دا ډول جانبي عوارض ولري نو دا درمل د هغه لپاره دی، تقريباً د هر اصلي درمل سره يو فرعي ليکي، دا يې يو معمولي مثال دی او درمل هم داسې درمل دي چې اصلي مواد يې د لازمې اندازې لس فيصده هم نه وي، د يوې کمپنۍ په نامه جوړه يوه ګولۍ تاسې په کابل کې وخورئ او بيا د همدې کمپنۍ يوه ګولۍ په بل هېواد کې وخورئ، توپير به یې ډېر واضح ووينئ.

خو اوس د تا، لبانو د روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وايي چې افغانستان ته راتلونکې ۹۱ سلنه درمل نه کنټرول کېږي يوازې ۹ سلنه درمل کنټرول کیږي چې کيفيت يې تاييد يا رد شي ، نوموړی زياتوي چې اوس دوی پلان لري چې په سوداګریزو بندرونو کې د درملو د کنټرول تاسيسات جوړ کړي او درمل لومړی د کيفيت له اړخه چک او‌ بيا هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړل شي.

Comments are closed.