The news is by your side.

تا، لبانو د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار خبرو ته شدید غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د تا، لبانو د بريا وروسته اوس په پاکستان کې د تحريک تا، لبان پاکستان د بريا څخه وېره په زیاتېدو ده، له همدې کبله ددې هېواد حکومت په دې هڅه کې دی چې دا ډله سولې ته راضي کړي، ددې لپاره دوی د افغانستان تا، لبان واسطه کوي او تراوسه پورې ځينې خبرې هم ترسره شوې دي، ويل کېږي د تا، لبانو د حقاني ډلې مخکښ مشران پاکستاني تا، لبان هڅوي ترڅو د پاکستان سره سوله وکړي، پاکستان وايي سوله به داسې کېژي چې پاکستاني تا، لبان به دوی سيکولر قانون مني ددې خبرو ملاتړ د افغانستان تا، لبانو په رسمي ډول هم کړی دی.

پرون بيا د پاکستان د ملي امنیت سلاکار مويد يوسف يو قدم مخته ولاړ او په ښکاره یې وويل چې د افغانستان تا، لبان ددوی استازي دي، نوموړي زياته کړه چې ددوی استازیتوب د افغانستان تا، لبان کوي او هغوی د تحریک تا، لبان پاکستان سره خبرې کوي ترڅو د پاکستان د حکومت او ددې ډلې ترمنځ سوله رامنځته شي، پرون د يوسف دغه خبرو په ټولنيزو رسنيو کې د ځان سره غبرګونه هم درلود خلکو نيوکه کوله چې د افغانستان تا، لبان په پاکستان کې شرعي نظام نه غواړي ځکه تحريک تا، لبان پاکستان هڅوي چې د پاکستان سره سوله وکړي.

اوس تازه بيا د تا،‌لبانو‌ وياند ذبيح ا م په يوه بيان کې ويلي دي چې دوی د مويد يوسف هغه خبرې ردوي چې ويلي و د افغانستان تا، لبان ددوی په استازولۍ د تحريک تا، لبان پاکستان سره خبرې کوي، د تا، لبانو وياند په یوه بيان کې د سیمې د په امنيت او سوله ټينګار کړی دی خو زیاته کړې یې ده چې دوی د چا استازولي نه کوي، نوموړي وويل: هڅه کوو په سيمه او نړۍ کې امنیت خوندي شي، خو د پاکستان د حکومت او د تحريک تا، لبان ترمنځ موږ صرف منځګړي يو د کا استازولي نشو کولای.

Comments are closed.

koi finance