The news is by your side.

نوي حکومت کې د کرزي لپاره لومړی ګام پورته شو

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان نوی حکومت د نړيوال مشروعیت له سخت امتحان سره مخ دی، نړيوال د يوه لوري تر خپلې خبرې نه تېرېږي او نوی حکومت هم پخپله خبره ولاړ دی، ددې ټکړ ناوړه تاثیرات ورځ تر بلې د افغانستان د خلکو په ژوند کې ښکاره کېږي، او ددې ترټولو هخوا افغانستان يوې جدي دولت سازۍ او سيستم جوړونې ته اړتيا لري چې ددې هرڅه سره هم فاصله زياتېږي.
 
تازه د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیوچارو وزیر چې د افغانستان څخه تښتېدلی دی يوه ادعا کړې ده او‌ ويلي يې دي چې د پاکستان د حکومت له لوري د تا، لبانو لپاره د نړيوال مشروعیت د پیدا کولو لپاره ددې ډلې حکومت ته دا پيغام ورکړل شوی دی چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره دا مهمه ده چې په يو شکل باندې پراخ بنسټه حکومت ومنل شي، د ياد وزير په وینا پاکستان تا، لبانو ته ويلي دي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د‌ملي پخلاينې د‌ عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دې پخپل حکومت کې ورسره شريک کړي، پاکستان ويلي چې يوازې په دې شکل باندې امکان لري چې نړيوال دې نوی تا، لب حکومت په رسمیت وپیژني.
 
د یادونې وړ ده چې تراوسه پورې تا، لبانو پخپل حکومت کې ۹۹ سلنه وړې او لويې چوکۍ خپلو کسانو ته ورکړې دي چې مطلق اکثریت یې پخپله مقرره شوې دنده کې کومې تخصصي يا عادي زده کړې نلري، مګر تا، لبان بيا نېغه ادعا کوي چې دوی ټول کارونه متخصصو او اهل کار خلکو ته سپارلي دي او څوک چې په دوی پسې دا ډول خبرې کوي نو دوی هسې منفي تبليغات کوي.
 
تا، لبانو تراوسه په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ويلي چې ايا واقعا دوی د پاکستان له لوري دا ډول کوم پیغام ترلاسه کړي دی او که نه او که يې ترلاسه کړی وي هم نو ايا دوی به د پخواني حکومت دا وده زړې څېرې پخپل حکومت کې ومني او که نه.
 

Comments are closed.