The news is by your side.

تحريک تا، لبان پاکستان عمران خان ته د اوربند لپاره ډېر عجيب شرط وړاندې کړ

خبريال وېبپاڼه: څه موده کېږي چې د تحريک تا، لبان پاکستان او ددې هېواد ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر م ا متقي تاييد کړه چې دوی په دې خبرو کې منځګړيتوب کړی دی.

د پاکستان حکومت او تحريک تا، لبان پاکستان ترمنځ وروسته له هغه خبرې پيل شوې چې په افغانستان کې د تا، لبانو تر بريا وروسته په دې هېواد کې د تحريک تا، لبان پاکستان له لوري په پاکستاني پوځ حملې په بې ساري ډول زیاتې شوې او دا وېره زياته شوه چې په پاکستان کې به هم لکه افغانستان پاکستاني تا، لبان يا واک ته ورسیږي او یا به هم کم تر کمه په خپلو سیمو کې قوي حاکميت ترلاسه کړي او پاکستانی پوځ به له دې سيمو څخه وباسي.

اوس چې دا خبرې تر یو ځايه پورې مخته هم وړل شوې دي ددې هېواد حکومت ويلي دي چې تحريک تا، لبان پاکستان به د پاکستان اساسی قانون کوم چې د انګلستان د قانون په څېر دی مني، د بل لوري تراوسه په دې اړوند د تحريک تا، لبان پاکستان له لوري رسمی غبرګون نه دی راغلي خو تحريک تا، لبان پاکستان ته نېږدې سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې دوی به پخپلو سيمو کې د شریعت پلي کول او شرعي قانون وغواړي.

تازه پرمختګ بيا دا شوی دی چې تحريک تا، لبان پاکستان ددې هېواد د حکومت څخه غوښتي دي چې اوربند لپاره او په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره لازمي ده چې دوی ته په دريم هېواد کې يو دفتر ورکړل شي، دا غوښتنه د افغان تا، لبانو د غوښتنې او سياسي دفتر سره چې په دوحه کې ورکړل شو ورته والی لري.

تراوسه پورې په دې هکله معلومات نشته چې ايا د پاکستان حکومت به د تحريک تا، لبان پاکستان دا غوښتنه ومني او که نه، خو داسې اټکل کېږي چې د پاکستان حکومت به دا غوښتنه ونه مني ځکه دا به تحريک تا، لبان پاکستان د سیاست په میدان کې ډېر په لوړ انداز سره معرفي کړي، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د افغان تا، لبانو په ځانګړي ډول د حقاني ډلې په منځګړیتوب دا مسله په خپلو کې دننه سره حل کړي.

Comments are closed.