غني د حکومت د سقوط په هکله مهم اعتراف وکړ
خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د حکومت د سقوط په هکله خلک په دې وختونو کې تر ډېره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته ګوته نيسي، اصلا دا د ډیری افغانانو په خوی کې دي چې تل يو ګنهګار پيدا کوي او هېڅکله خپل ځانته ګوته نه نیسو، موږ افغانان په دې قناعت يو که يو څوک ملامت پيدا کړو بس نور نو هرڅه ښه کېږي، کله پاکستان ملامتوو کله خليلزاد کله بل څوک، خو هېڅکله پخپل ځان محاسبه نکوو چې ايا موږ خپل مملکت ته واقعاً ژمن و چې داسې وشول؟
اوس هم د پاکستان لپاره د اشرف غني احمدزي ځانګړي استازي عمر داودزي ويلي چې اشرف غني اعتراف کړی دی چې د جوان سازی په نامه کومه پروژه چې ده پيل کړې وه هغه په طفل سازیۍ واوښته.
د غني دا اعتراف مهم دی، ډېری مخورو افغانانو، پوهانو، ښوونکو او اکاډميکو اشخاصو هغه ته وويل چې پخپل څنګ کې دا وارداتي مامورین کم کړي مګر هغه ته صرف همغه د بهر څخه راغلي میلمانه څو دوه تابیعته ښه ښکارېدل او په باقي افغانانو به یې رشخند واهه، اشرف غني خپل کبر وواهه لکه ابليس داسې مختور شو، هغه ته د کابل پوهنتون فارغ، يا لږ په افغان جامه ملبس کس هیڅ سړی نه ښکارېده.
خو پايله یې دا شوه چې همغه دوه تابعیته خلکو دی غرق کړ، هغوی د خپلې غلا لپاره وخت زياتوو او ده ته یې ويل چې په هېواد کې خیروخيرت ده، پايله یې دا شوه چې ټول افغانستان نور سقوط و، ننګرهار او کابل پاتې و دا بيا د پوځ د منسجم کولو خبرې کولې او سبا یې بيا داسې تېښته وکړه چې ځان یې د تښتولي په نوم ثبت کړ.
اوس هم بايد عبرت واخيستل شي د غني د حالت او کبر څخه، هغه کبر چې ټول یې جاهلان بلل او یو پوه دی، غني غرق او سپک کړ افغانستان یې له بدې ورځې سره مخ کړ.
ليکوال سيد جمال ابراهیمي
Comments are closed.