The news is by your side.

امريکا ايران ته خطرناکه خبرداری ورکړ

خبريال ويب پاڼه/ امريکا او ايران د پخوا په شان اوس هم يو له بل سره سمې اړیکې نلري او لا هم يو بل ته ګواښونه کوي.
ايران باندې له ډيره وخته تور دی چې اټومي وسلې جوړوي او په سیمه کې د نا امنیو مسولين دي خو ایران بیا دا رد کړې ده.
تازه د امریکا د دفاع وزير لويډ استين څرګندونې کړې او ايران ته يې لوی ګواښ کړی.
استين خبر ورکړی چې ايران ته به اجازه ورنکړي چې اټومي وسلو ته لاس رسی پيدا کړي.
ده د خپلو ګواښوونکو خبرو په دوام زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې به د دوی حضور دوام کوي، لا به پیاوړی شي او ایران به په کلکه څارل کېږي.
د امريکا دفاع وزير دا هم وويل هيڅ وخت به اجازه ورنه کړي چې ايران دي اټومي وسلې ولري او يا هم په سیمه کې د بې نظمۍ ګامونه پورته کړي.
له نويو ولسمشرانو سره لا هم د دواړو هېوادونو اړیکې خرابي دي آمريکا ته بايډن او ايران ته ابراهيم رييسي د ولسمشرانو په توګه راغلو او دا هیله کيدله چې د امریکا او ایران ترمنځ به اړيکې تر پخوا سمې شي خو داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو نوي واکمنان خپلې ګټې پالي او په پالیسیو کې کوم تغير نه دی راغلی.
امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې اوس یې نړیوال اعتبار ته هم زيان اوښتی خو دوی د خپل نوم ساتلو لپاره اوس زيات تمرکز پر دې کوي چې منځنی ختیځ کنترول کړي.
ايران بيا تل د امریکا دا ادعا چې دوی په سيمه کې بې نظامي جوړوي او د اټومي پروګرام له لارې غواړي چې اټومي وسلې جوړي کړي رد کړې او وايي چې اټومي پروګرام يې سوله ييز او له ترهه ګرو اړيکې نلري

Comments are closed.

koi finance