امریکا اوس بايد پر پاکستان هوايي بريدونه پيل کړي
خبريال ويب پاڼه/ په دې ټوله نړۍ اوس پوهيږي چې پاکستان د نړۍ په کچه د ترهه ګرو لوی مرکز دی او دلته هره ترورستي ډله خپله ځاله لري.
تر دې وړاندې هم داسې وړانديز شوی چې امريکا د افغانستان پر ځای بايد د پاکستان تر ولکې لاندې خاوره کې د ترهه ګرو ځالې په نښه کړي.
اوس تازه واشنګټن ايکز ماينر تازه مطلب کې ویلي چې امریکا باید دا کار هرو مرو تر سره کړي.
ايکز ماينر ويلي په پاکستان کې د ترهه ګرو ډلو فعاليتونه زیات شوي او امريکا بايد پاکستان کې د ترهه ګرو پر ضد جګړه وکړي.
مطلب ويلي چې امريکا دي د ترهه ګرو په وړاندې جګړې لپاره تابیا ونيسي او د پاکستان په خاوره کې دي تروريستان په نښه کړي.
سرچینې ویلي که امريکا پر وخت باندې دا چاره ترسره نه کړي نو بيا د نړۍ او دې هېواد په وړاندې د خطرونو د ډيريدو احتمال شته.
په پاکستان کې دا مهال د نړۍ ټول ترورستان ځالې لري او له دې ځايه د نړۍ ګوټ ګوټ ته د تخریبي اعمالو د ترسره کولو لپاره تشکيلونه کوي.
د اوس لپاره پاکستان نه يوازي چې اقتصاد يې له زوال سره مخ دی بلکې د نړۍ په کچه يې نوم په هغه لیستونو کې دی چې بنديزونه پرې لګول شوي او په ټوله نړۍ کې هر پاکستاني ته د ترهه ګر په سترګه کتل کیږي.
پاکستان په وروستي اقدام کې وتوانيدی چې له تحريک تالبان پاکستان سره د افغان تالبانو په منځګړیتوب يو مياشتنی اوربند وکړي.
پاکستاني تالبانو بيا اوس له دولت څخه د حق غوښتلو لپاره په دريم هېواد کې د دفتر جوړولو غوښتنه کړې او پاکستان مجبور دی چې د تالبانو دا فرمايش ډير ژر ومني
Comments are closed.