The news is by your side.

د فرانسوي سیاستوال پېغور مسلمانان سخت غوسه کړي

خبريال وېبپاڼه: په غرب کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د نفرت بيانونه دوام لري، تازه د فرانسې ولسمشرۍ ته نوماند زېمور د اسلام او مسلمانانو ضد سختې څرګندونې کړې دي او مسلمانان یې ځانته سخت غوسه کړي دي.

که څه هم په غرب په ځانګړي ډول په فرانسه کې د اسلام او مسلمانانو خلاف څرګندونې نوې نه دي خو په دې وروستيو کې د فرانسې څخه د مسلمانانو په ضد څرګندونو زور اخیستی دی، په تازه ترين حال کې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند یهودي زېمور ويلي دي چې مسلمانان تر هغه پورې نشي فرانسويان کېدی ترڅو چې د اسلام دين پرینږدي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې په دې بسنه نه ده کړې او وړاندې یې ویلي دي چې د اسلام حقوق او سياسي نظام ددې مخنیوی کوي چې مسلمانان فرانسويان شي له همدې کبله باید مسلمانان اسلام پرېږدي او په بشپړه مانا خالص فرانسويان شي.

اريک زېمور چې يو يهود دی په یوه تلویزوني پروګرام کې خبرې کولې چې له خولې یې دا ډول اسلام ضد کلمې ووتلې، دده څخه پوښتنه وسوه چې که دی ولسمشر شي نو ايا دی به د مسلمانانو ولسمشر هم وي د خبريال موخه فرانسوی مسلمانان و، نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د اسلام حقوقي او سياسي نظام ددې مخنیوی کوي چې مسلمانان فرانسويان شي له همدې کبله مسلمانان بايد اسلام پرېږدي او بشپړ ډول فرانسويان شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند زېمور په داسې حال کې د مسلمانانو په ضد دا ډول څرګندونې کوي چې همدا اوس په ۶۵ ميلیونه نفوس لرونکې فرانسه کې ۷ ميليونه مسلمانان ژوند کوي.

Comments are closed.

koi finance