The news is by your side.

له ناندريو وروسته د امریکا د ملیارد ډالري بودیجې تائید

خبریال وېب پاڼه: د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د  دغه هېواد دفاعي بودیجه تایید کړه.

د امریکايي رسنیو د راپورونو یاده بودیجه ۷۶۸ میلیارد ډالره ده.

سرچینې وایي، چې دا بودیجه د تر اوږدو ناندریو وروسته د امریکا کانګرېس ومنله او د تائید رایه یې ورکړه.

امریکایي رسنۍ وایي، سره له دې چې د بودیجې د تصویب په اړه پراخې ناندرۍ روانې وې او وکیلانو خپلې غوښتنې او سپارښتنې لرلې، خو په ټوله کې دغه بودیجه د ۸۶ مثبتو رایو په اخیستو تایید شوې ده.

یاده بودیجه اوسمال د بایډن لاسلیک ته لېږدول شوې ده.

د رسنیو د مالوماتو له مخې په دې بودیجه کې د پوځ د وړتیاوو لوړول، د لګښتونو پوره کول، د پوځي تجهیزاتو پرمختیا، شفافیت رامنځ ته کول او د پوځ منظمول شامل دي.

امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو لوړه دفاعي بودیجه لري او په کانګریس کې وخت ناوخت د یادې بودیجې پر سر ناندرۍ روانې وي.

سږنۍ بودیجه یې بیا د تېرو کلونو په پرتله له ډېرو ناندریو سره مخ وه.

Comments are closed.

koi finance