خپل لګښتونه څنګه راکم کړو؟
خپل لګښتونه څنګه را کم کړو . ؟
مشران وایي ، چې که دې خپل لاس ونیوه ( سپما ) مو وکړه نو نورو ته به دې لاس نه نیول کیږي اګر چې موږ په هغه کچه عایدات نه لرو ، چې د خپلو لګښتونو تر څنګ سپما هم وکړو خو بیاهم ستونزو ته په کتو باید خپل لګښتونه را کم او چاته مو لاس اوږد نه شي .
تر هر څه مهمه خبره داده ، چې موږ له لګښت کولو څخه مخکې څو ځل فکر وکړو ، لومړیتوبونه په نښه کړو ، د خپل بریالي مالي ژوند لپاره مسؤلانه ترتیبات ولرو او سپما وکړو ، خو سپما کول پدې مانا نه چې موږ سخت او تنګ دست ژوند وکړو او په خپل ځان ، کورنۍ او ملګرو باندې مصرف ونه کړو ، بلکې د بې ځایه او بې ترتیبه لګښتونو څخه مخنیوی وکړو تر څو په راتلونکې کې د نورو له احتیاجه خلاص شو .
هغه څوک چې په ډیرو لګښتونو کولو عادت شوي وي ، د لګښتونوکنترول ورته سخت کار دی ، خو دا کار ممکن دی ، که چیرته ټینګه اراده ولرو کولای شو ، چې د غوره شویو لارو په ټاکلو سره خپل ځان باندې کنترول ولرو او لګښتونه را کم کړو.
تر ټولو مهمه خبره داده ، چې موږ په ټول ژوند کې اعتدال غوره کړو ، یو معتدل انسان هیڅکله زیات لګښت نه کوي او په اصطلاح له خپلې بړستنې سره پښې غځوي او د شریعت لارښوونه هم همدا ده ، چې له اصراف څخه ځان وساتو او میانه رويي وکړو .
د حکومتونو له لورې په مصرفي اقتصاد کنترول او د خلکو له لورې په لګښتونو سپما د یوه هېواد اقتصادي بنسټونه ګڼلی شو ، موږ په اقتصادي قاموس کې د ټایګر اقتصاد په نوم یو اقتصادي اصطلاح لرو چې دا (Asian Tiger Economy ) اصطلاح د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو چټک اقتصادي پرمختګونو ته کارول کیږي چې معمولا، هانګ کانګ ، جنوبي کوریا ، سنګاپور ، او تایوان هېوادونو ته ځانګړې شوېده دا اصطلاح ځکه ورته کارول کیږي چې، پورته هېوادونو اقتصادي وده له معمول څخه زیاته وه د پورته ذکر شویو هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا کې ددې هېوادونو د خلکو پوهې کچې د زیاتوالي ، صنعت ډېر والي، صادراتو او همدارنګه د خلکو او حکومتونو د کنترول له وجهې د سپما زیاتوالی یې ستر لاملونه دي . نو همدې له مخې، سپما او کنترول د یوه ارزښت په توګه یادولی شو .
اوس چې مو هېوادوالو له خورا سختو شرایطو رنځ وړي نو پکار ده چې له کمو سرچینو زیاته ګټه پورته شي او همدا د اوسنۍ نړۍ د بریا راز دی .
لومړی: له ځان سره محاسبه ولرئ .
تل له خپل ځان سره د یوې ، یوې روپۍ محاسبه وکړئ ، د لګښتونو په کولو سره ځان ته باید قناعت ورکړې چې ایا دا لګښت مې پر ځای دی ؟ ګټه یې څه ده ؟ زما څومره لومړیتوب دی ؟ همداسې د یوه دلیل په توګه د هرې روپۍ په مصرف باندې فکر وکړه او بیا لګښت وکړه .
د لګښتونو لپاره پوله وټاکۍ ، تر خپلې پولې مه اوړئ ، خپل اصلیت مه ورکوئ او له خپلې بړستنې پښې مه بیرون کوئ ، پدې سره به تاسې له خپل ځان سره محاسبه کړې وي او د همدې محاسبې له مخې به خپل مالي ژوند لپاره د یوه حد په توګه قایل اوسئ او دا چاره ستاسې د ډیرو لګښتونو مخنیوی کوي .
په لګښتونو کې محاسبه پدې مانا هم ده ، چې د توکو د رانیولو په وخت کې بیې سره پرتله کړئ ، څو ځایه یې بیه وکړئ له خرڅوونکو سره چڼې ووهئ او بیا یو څیز را ونیسئ پدې سره موږ ته د بازار نرخونه معلومیږي او د کیفیت او قیمت په کتلو سره پریکړه کول راته اسانه کیږي .
همدا کوچنۍ ، کوچنۍ محاسبې دي ، چې پر مټ به مو د میاشتې تر اخیره د زرګونه افغانیو د بې ځایه لګښتونو څخه مخنیوی شوی وي.
دویم: د انټرنیټ او موبایل مصارف مو راکم کړئ .
په افغانستان کې د انټرنیټ او موبایل مصارف هم یو سرخوږی دی ځګه چې بیې یې لوړې دي که په تېر کې مو په میاشت کې لس جي بي انټرنیټ مصرفوو نو اوس یې پنځه جي بي ته لګښت را کم کړئ یا هم که چیرته مو مخکې دوه زره دقیقې فرې کولې نو اوس یې زر یا هم پنځه سوه دقیقې فري کړئ .
یا هم که چیرته دنده لرئ او هلته د انټرنیټ سهولت برابر وي نو بیا خپل ځانته بیل نیټ مه فعالوه بلکې ټول ضرورتونه دې د وخت په کتو او اداري سیستم په رعایت سره په دفتر کې پوره کړه ، که ددې ټولو خبرو با وجود بیاهم نیټ کارول مو بیخي اړتیا وه ارزانه او شپني پیکجونه فعال کړه ، که یوازې د پیغام او چیټ کولو معتاد یئ نو عادي او د کمې بیې بنډل هم درته کفایت کوي خو بیا له یوټیوب او فیسبوک کې د ویډیو لیدلو شوق مه کوئ چې پدې سره به مو ډیر انټرنیټ مصرف شي او بنډل به مو ژر خلاص شي .
د انټرنیټ مصرف د کموالي لپاره یو روش دا هم کارولی شو و چې هغه بې ځایه اپلیکشن چې موږ په خپل ځیرک موبایل کې را ډانلوډ کړیدي هم لرې کړو تر څو د اپډیټ کولو په وخت کې د زیات انټرنیټ مخنیوی شوی وي.
درېیم: نوي لپټاپ ، موبایل ، ای پاډ او ګوشکیو له رانیولو مخنیوی وکړئ .
لپټاپ ، موبایل ، ای پاډ او ګوشکي اوس وخت کې د هر چا اړتیا ده ، خو اوس وخت کې د اقتصادي ستونزو په راتلو سره کوشش وکړئ چې له خپل زاړه لپټاپ ، زاړه موبایل او زړو ګوشکیو څخه استفاده وکړئ او خپله ګوزاره پرې روانه کړئ که مخکې مو د موبایل ګوشکي یوه غوږۍ کار پریښوده نو نوې ګوشکي به مو اخیسته خو اوس ګوزاره وکړئ او له هماغه یوې غوږۍ استفاده وکړئ .
ځېنې ځوانان شوق لري چې بازار ته د نوي ماډل موبایل ، لپټاپ او ګوشکیو په راتګ سره کوشش کوي چې د خپلې خوښې نوي ماډل توکي را ونیسي ، داچې اوس شرایط بدل شويدي او اقتصادي او مالي ستونزې د هر کور کیسه ده نو بیا سخته خبره ده چې پدې شرایطو کې دې هم موږ خپل ذوق وپالو .
که بیاهم ډیره شدیده اړتیا ورته لرئ نو د نوي ماډلونو پر ځای زوړ ماډل توکي را ونیسئ ځکه چې زاړه توکې هم زموږ اړتیا پوره کولی شي پدې برخه کې بیا روز مود ته مه ګورئ بلکې خپلې اړتیا سره سم مخته لاړ شئ .
څلورم : نوې جامې ، کورتۍ ، بوټان او جمپر مه اخلئ .
په افغانستان کې د موسمونو په راتلو سره خلک د پوښاک وسایل رانیسي د ژمي په راتګ سره د ژمې جامې ، بوټان او جمپر را نیسو که چیرته د تېر کال جامې ، بوټان او جمپر لرئ که زاړه او مښلي هم وي نو ستونزه نشته ګوزاره پرې روانه کړئ او خپلې روپۍ سپما کړئ همدارنګه د پوښاک د نوې او قیمتي ډیزاینونو او برانډونو پسې مه ګرځئ د عادي بیو او برانډ لروونکي توکي واخلئ چې نرخونه یې نسبت کم او د ډیرې استفادې وړ وي .
تاسې پدې باور ولرئ د برانډ توکي تقریبا په کیفیت کې یو شان دي خو په قیمت کې دوه چنده یا هم تر دې لا زیات نو له برانډ توکو څخه ډډه وکړئ بیا چې مو ښې ډیرې روپۍ پیدا کړې او یاهم د برانډ توکو شوقیان یاست ، د مشهورو نړیوالو کمپنیو مشهور توکي را ونیسئ او خپل شوق مو پوره کړئ.
له دې سره مل د ساعتونو ، ګوتمو او بېلا ، بېلو عطرونو او سپرای له رانیولو هم ډډه وکړئ یوازې د خپلې اړتیا له مخې مو ورځنۍ چارې عیارې کړئ او د خپلې وسې مطابق په خپلو مصارفو کنترول ولرئ .
پنځم : په رستورانتونو او مجللو هوټلونو کې له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړئ .
له کوره بهر خواړه نږدې د هر چا د ذوق موضوع ده ، خو په اوس وخت کې دا ذوق نه شو پوره کولی نو ددې پر ځای چې ډیر لګښت راڅخه وشي پکار ده چې بیروني خوراک سره هم احتیاط وشي پدې کې یوازې د خوړلو موضوع نه ده شامله ، بلکې له ملګرو سره په ګډه د ښار عصري هوټلونو او رستورانتونو ته تلل هم د ډیر لګښت سبب ګرځي .
که مو په سهار کې د میوو جوس د څښلو عادت وي یا هم د ورځې په جریان کې د بېلا ، بېلو خوراکونو معتاد یاست او یا هم د مازدیګر او ماښام پر مهال د سوپ ، انرژۍ او شورمې خوړلو شوقیان یئ نو لدې حالت سره مبارزه وکړئ او لږ تر لږه په پورته عادتونو کې تر نیمایي ډیر یې را کم کړئ .
که تاسې له کوره بهر په خوراک او ډوډۍ خوړلو عادت یاست ، او زړه مو غواړي چې بیاهم بهر خوراک وکړئ نو بیا لږ تر لږه هغه هوټلونو او رستورانتونو ته ورشئ ، چې لګښت یې کم وي مثلا د ښار په مجللو هوټلونو کې د خوراک پر ځای په عادي رستورانتونو او د سرک غاړې له هوټلونو استفاده وکړئ تر څو مو لګښتونه راکم شوي وي .
نور بیا …
لیک او راټولوونه: امین ستانکزی
Comments are closed.