The news is by your side.

کرزی: تالبان کابل ته نه ننوتل، د غني تېښتې دې کار ته اړ کړو

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشيټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی په دې هڅه کې وو، څو واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي، خو په خبره یې د ولسمشرغني تېښتې هرڅه ګډوډ کړل.

حامد کرزی وایي تالبان کابل ته نه ننوتل، خو له ارګ نه د غني وتل دې کار ته اړ کړو، چې هغوی کابل ته را وغواړو.

نوموړي ویلي، چې د حکومت له سقوط وړاندې دوی پلان درلود، چې مازیګر یا په سبا یې دوحې ته لاړ شي او له تالبانو سره د قدرت پر لېږد خبرې وکړي، خو له دې کار وړاندې هرڅه برعکس شول.

کرزی وایي د غني له پاتې کېدو سره په سوله ییز ډول د واک د لېږد امکان موجود وو او په همدې اړه یوه ورځ وړاندې له تالبانو سره خبرې هم شوې وې.

د نوموړي په خبره: (( د غني له تېښتې وروسته د ارګ د ساتنې مشر راسره اړیکه ونیوله او غوښتنه یې وکړه، چې لاړ شم ارګ ته او پر څوکۍ کېنم، خو قانون اجازه نه راکوله او ما هم دا کار ترسره نکړ.))

هغه دغه راز په خپله مرکه کې له نړیوالو غوښتي، چې له تالبانو سره په دې شرط تعامل وکړي، چې دوی د افغانانو حقوقو او آزاديو ته احترام ولري.

هغه په ټینګار سره ویلي چې ښځې باید په اداراتو کې د کار او د تعلیم حق ولري.

Comments are closed.